پوهنیار توحیدعلی عظیمی

د حیوانی علومو ډیپارتمنټ ، د کرنې پوهنځی، ننګرهار پوهنتون

 *  *  *

په فارم کې د تازه او پاکې هوا راننوتل او د چټلې هوا وتلو ته تهویه وایي. په تازه هوا کې اکسیجن وي، خو په چټله هوا کې کاربون ډای اوکسایډ او د امونیا غازونه  وي.

پوهنیار توحیدعلی عظیمی
پوهنیار توحیدعلی عظیمی

غوښین چرګوړی د نورو حیواناتو په څیر اکسیجن ته اړتیا لري څو ژوندی پاتی شی او که چیری د اکسیجن کمښت رامنځ ته شی نو چرګان په مختلفو ناروغیو اخته کېږی، نو که ښه  تولید او ناروغیو د خلاصو څخه غواړی، چرګانو ته مو په کافی کچه تازه هوا برابره وکړی.

په ژمی کې د پردو په بندولو سره په فارم کې د تودوخی درجه لوړیږی، خو که چیری د فارم پردې په مسلسل ډول همداسی بندی پاتی شی ، نو په فارم کې بد بویه غازونو (کاربن ډای اکسید او امونیا غاز) کچه لوړیږی .

 پردې په فارم کې باید د تودوخی د درجې مطابق ټیټی او پورته شی. که د تودوخی درجه هر څومره ټیټه وی ،بیا هم تاسی مجبور یاست ،چی یو یا څو پردې د نیم څخه تر یو فټ پوری ټیټی وساتی  تر څو چرګان د  اکسیجن  د کمښت او د بد بویه غازونو د ډیروالی سره مخ نشی، که چیری تاسی پردې په مسلسل ډول بندی وی ؛نو  د بدبویه غازونو  د ډیریدو له امله به مو چرګوړی په زکام (CRD,  E.Coli )  اخته شی، همدا ډول که مناسبه تهویه نه وی نو د فرش بور د لمدیدو باعث هم ګرځی .

همدا راز  د فارم پردې دومره هم مه ټیټوئ چی  چرګوړي د یخوالی احساس وکړی ، په یخوالی کې چرګوړی غونډیږی. ،نو د فارم د ګرم ساتلو لپاره د بخاری او لرګیو څخه کار واخلی. په پردو بندولو فارم دومره نه  ګرمیږی او په بندو پردو د فارم ګرمولو د ګټی څخه  تاوان ډیر دی، ځکه بدبویه غازونو د زکام او پیچیس څخه علاوه د ایبی IB ناروغی ته یو ښه راغلاست کوی. ځنی فارم لرونکی داسی فکر کوی چی د لرګیو بیه لوړه ده ،ځکه په پردو باندی فارم ګرموی ؛خو که تری وپوښتی ،چی چرګانو مو څومره درمل خوړلی؟ په ځواب کې به درته ووایی ،چی د لس زرو څخه تر پینځلس زرو افغانیو درمل یی په چرګانو خوړلی، همدا راز  د درملو سره خواکې  ددی ډول فارمونو چرګان لږ وزنی وی،چی لږ وزنی چرګان په مارکیټ کې ښه خرڅلا نلری.

1په ژمی کې یخه هواباید د کړکی د پورتنی برخی څخه فارم ته داخله شی او بیا په چت کې حرکت وکړی ، که هوا د کړکیو له لاری په مستقیمً ډول په چرګوړو ولګی نو د چرګو د یخیدو باعث ګرځی، همدا راز  د ورځی په اوږد پردی باید د چرګونو د حالت ،عمر او د فارم د تودوخی په مطابق نوری هم ټیټی او یا لوړی شی،مثلاً د ورځی له خوا د تودوخی درجه لوړیږی ؛نو اړینه ده ، چی پردی په قرار قرار سره ټیټی کړی ، خو د ورځی په تیریدو سره پردی ورو ورو بیرته پورته کش کړی شی، تر څو په مستقیم ډول د یخی هوا د ننوتلو مخه ونیول شی.

1  کوچنی چرګوړی چی عمر یی  یوه اوونۍ وی نسبتً دویمی اوونۍ او دریم اوونۍ عمر لرونکو چرګوړو ته ډیر  زر د یخنی احساس کوی، هر څومره چی عمر لږ په همغه کچه د یخنی سره حساس وی، ځکه چرګوړ بڼکې نلری . بڼکې د ۲۰ ورځی وروسته پوره کېږی ،چی د بڼکو راختلو سره چرګوړی نسبتً یخنی سره مقاوم وی.

 د ۲۰ ورځو وروسته د چرګانو په خوراک او د تازه هوا (اکسیجن) ضرورت کې ډیروالی راځی، څو تر ۴۰ ورځی پوری اعظمی وزن واخلی. چرګوړی د ۲۰ ورځی وروسته د ډیر خوراک د خوړولو له لپاره ډیر اکسیجن ته اړتیا لری ، تر څو د خوراک څخه انرژی واخلی ،نو که دغه مهال په کافی کچه اکسیجن (تازه هوا) برابر نشی د خوراک څخه به انرژی نه اخستل کېږی، ځکه نو د ۲۰ وروسته فارم ته د تازه برابرول ډیر اړین دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *