محمد الله شېرزی

ژوند د څښتن تعالی یوه عظیمه لورینه ده، چې په مخلوقاتو یې کړیده، ژوند هغه ډالۍ ده چې انسان ته یو امانت ورکړل شوی او انسان یې یوازې ساتونکی او پاسبان دی. جوته خبره ده څوک چې په امانت کې خیانت کوي، ټولنیز باور له لاسه ورکوي او د اسلامي ارشاداتو نه سرغړونه کوی.

د انسان تخلیق د څښتن تعالی په ارادې د خاورو نه شوی، او د ژوند اوږد بهیریې پیل کړیدی. انسان په دې نړۍ کې ژوند کوي، خو یو لوی هدف باید له پامه ونه غورځوي، چې د هغې لپاره دلته میلمتوب ورکړل شویدی.

هر انسان پدې هڅه کې دی، ترڅو په دې ژوند کې خوندورې شیبې ولري، او بریالیتوب ترلاسه کړي، ځینې د خپل هدف نه خبر اود دایمي ژوند د توښې د لاسته راوړلو لپاره نهایي کوښښ او هڅه کوي، ځینې ماده پرسته بیا  د شتو د ترلاسه کولو لپاره حق حیران شپه او ورځ د مال د راټولولو لپاره سرګردانه ګرځي.

په ژوند کې بریالي کسان څوک دي؟ آیا بریالیتوب لپاره کومه کیلي شته؟ د لیکنې پدې برخه کې به ځینې ټکو ته اشاره وکړو.

  • د اسلامي ارشاداتو زده کړه، او نورو ته رسونه.
  • د راتلونکي لپاره غوره پلان لرل، او دهغې تعقیب.
  • د اندیښنو پرځای کاري مصروفیت درلودل.
  • د هغه فعالیتونو پابندي ساتل چې موږ بري ته رسوي.
  • لږې خبرې کول او ډیر له نورو اوریدل.
  • په ژمنه وفا او د مسولیتونو څخه نه په شا کیدل.
  • د زړه راز چاته مه وایه، او رښتینتوب د ځان عادت وګرځوه.
  • په ژوند کې مناسبې هیلې ولره، او د ښو خلکو ملګرتیا وکړه.
  • نیک کار ته بیړه، او بدو ته حوصله ولره.
  • د غچ اخیستو پرځای بښنه وکړه.
  • د علم ترڅنګ هنر زده کړه.
  • له موره دعا او له پلاره مشوره واخله.
  • ټولنیز اخلاق ولره، او تواضع کوه.

د پورتنیو بندونو ترڅنګ ځینې نورې داسې کړنې هم شته، چې بریالیتوب ته مو نږدې کولی شي.

ژوند د ویالې روانې اوبه دي، څوک ترې په څښاک، کرکیله، پاکۍ او نورو برخو کې ګټه اخلي، خوځینې چې دا نه کوي، یوازې ورته د سیل کوونکي په څیر ګوري. او اوبه خپل حرکت روان ساتي.

په ژوند کې بریالیتوب له ناکامیو ترلاسه کیږي. هر څوک پخپل عمر کې ستونزې زغمي، قدم په قدم  ځان هدف ته نږدې کوي.بالاخره ځان په ټولنه کې د یو بریالي کس په نوم مطرح کوي، او د خپلو خواریو میوه لاسته راوړي.

راځئ چې د هغه تجربو نه زده کړه وکړو چې په خپل هستوګنیز چاپیریال کې یې وینو، او د خپلو بریاوو بهیر جاري وساتو او ناهیلي نه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *