ژوندي فکرونه دي چې ټولنه ژوندی او هڅانده ساتي ، کوچني ته په لویه او لوی ته په درنه سترګه کتل ، هغه پدیدې دي ،چې په وګړوکې د زغم قوه غښتلي کوي ،چې د (( وامرهم شورا بینهم )) په خوږه هنګامه یو بل ته د قناعت سرونه ښوروي.
ژوند ادبي بهیر هم له هغو بهیرونو څخه دی ،چې بنیاد یې حساسو ، باذوقه او روڼ انده کسانو ایښی ، چې ورځ په ورځ د پښتو ادب او ژبې په بډاینې ساه اخلي ، د نوموړو ځوانانو سربیره نورو کسانو هم خپله وویل د نورو یې واوریدل ترڅو چې څنګه ویل یې زده کړل ، په یوه لیکنه کې څه اوڅنګه وپېژندل ، خپله ادبي ناسته یې دهیواد د وتلیو بهیرونو سره د کیفیت او کمیت له اړخه یو قدم وړاندې روانه کړه .
چې کوچنی وم د پلار او استادانو نه مې اوریدل ، چې ژوند تجربه ده ، هغه په دې مفهوم چې د انسان خیال ، ادراک او د تعقل قوه وخت په وخت پخیږي ،چې یوه تجربه او ازمیښت د بلې د تکامل پولې ټاکي مګر اوس مې د ژوند تجربه په ژوند کې په ژوندی بڼه ولیدله ، غواړم په دې لیکنه کې د ژوند ادبي بهیر د درې کلن فعالیت د ناستو په ادبي درس لڼدې خبرې وکړم.
د ابي درس پېژندنه :
ادبي درس په ادبي موضوع باندې مشخصه ،منطقي ، لنډه او روانه لیکنه ده ،چې په ادبي ناستوکې د ټولو په خوښه د یوه کس له خوا په دریځ وړاندې کیږي ، یا د ادبي ناستو د ذهني وده هغه پروسه ده کوم چې بیلا بیل مطا لب په کې وړاندې کیږي او انساني فکر او عاطفه د لوړتیا په لور روانوي.
د ادبي درس ارزښت :
د ادبي درس ارزښت ځکه ډیر دی ،چې ادبي دی ، که افهام او تفهیم په ادبي ژبه صورت ونیسي نو د (( وقولو لناس حسنا)) په فرموده به مو ریښتنی عمل کړی وي ، همدغه درسونه دي چې د وګړو تر منځ د صبر په ټغر هنري ذوقونه روزي اوپواسطه یې د ټولنې لارښونکي پیدا کیږی .
درس په ژوند کې:
ژوند ادبي بهیر تر دې دمه داسي ژوندي مثالونه لري ، چې د ادبي درس اغیزي یې د وګړو په عملي ژوند کې سر په سترګو ولیدلې ، که ځان په دې ټولي کې وشمیرم د پوهنتون د درسي نصاب بهرنی مطالعې سربیره مې ډیر زده اوکوزده کړل اوس هم په دې لاره کې د لمر او سیوری په شان روان یم ، یاد بهیر په لومړیو وختو کې په ابتدایي مسایلو ادبي درسونه تیارول لکه ( شعر څه دی ، نثر څه ته وایي او د هنري ادبیاتو ډولونه اونور ) ؛خو ورځ تر بلې یې د فکر نیلي د ژبې او ادب په ډګر قدمونه چابک کړل ،چې نتیجه یې داسې نوښتي لیکنو او پنځوونو ته لاس وغزاوه ،چې د ژوند ادبي بهیر په معنوي وجود کې یې ساه وچلوله د بېلګې په ډول په لاندې موضوعګانو یې خوندورې لیکنې وکړې ( ښکلا ،تغزل ، پرډاکس ، شعریعت د شعر ساه ده، په پښتوشاعری او لیکوالۍ کې د رقیب د کلمې کارونه تصوف په پښتو ادب کې ، د کلیشه کلمو کارونه ، تصوف په ټپه کې ، د شعر سبکي عناصر ، په شعر کې نوښت او خپلې تجربې ،فني کره کتنه ، وینا څنګه وکړو ) دیادو موضوعګانو نه علاوه یې په کرکتنه څیړنه ،ژباړه ، فلسفه ،ادبي تیوری او دهنري ادب په ډولونو کې د پاملرنې وړ لیکنې کړې ،د پورته مطالبو نه یې د نمونې په ډول په یوڅولیکنو لنډه رڼا اچوم .
پرډاکس :
په هنري ادبیاتو کې د طباق نه وړاندې یو صنعت دی ،چې په کې د ضدینو خبره ده متضادې کلمې په کې راوړل کیږي او دویمه کلمه او خبره د لومړی کلمې تایدونکي اوتاکیدي ده لکه : پیاله له ډیر تشوالي ډکه ډه یا هدیره له ډېرچوپتیا چیغې وهي .
په پښتو شاعرۍ او لیکوالۍ کې د رقیب د کلمې کارونه :
ژوند ادبي بهیر غوښتل د یوې موضوع په اړه خپله هم د فکرژورو ته کوز شي اوپه دې اړه د نورو شکونه هم لرې کړي د بیلګې په اړه پورتنی موضوع وه چې د سلطان د مسجد خطیب او مدرس د یوه ګډونکونکي په لاس په لیکل شوې بڼه راستولی وه په کې لیکل شوي وه ،چې په پښتو شعر کې د رقیب د کلمې راوړل نامناسب دي ، یادونه یې کړې وه چې د الله (ج) صفات توقیفي دي یعنې په قرآن او سنت ثابت دي ، درقیب لفظ د څارونکي په معنا دی نوموړی لیکي و،چې پښتاته شاعرآن دا کړنه د عربي ژبې او دیني اصولوسره په ټکر کې ده ، یاده موضوع بهیروالو ښه درک کړه اویو ملګري ته یې په کې د درس جوړولو وړاندیز وکړ نوموړي په دې اړه د دروند استاد فضل ولي ناګار نظر په دې ټکو کې لیکلی وچې رقیب لفظ د خدای (ج) نوم دی چې د څارونکي په معنادی دهمدې مناسبت له مخې هغه چاته چې دوه عاشقان څاري او په مینه کې خنډ اچوي رقیب بلل کیږي ، په بله معنا رقیب د شا په مفهوم دی هغه څوک چې د شاد خوانه څارنه کوي رقیب بلل کیږي ،په دې اړه د شرعیاتو د پوهنځی استاد روحاني صیب ویلي و،چې پښتانه شاعران د رقیب کلمه دښمن ته استعمالوي ،نو دښمن هم له هغه چاسره چې دښمني لری څارنه یې کوي زیاته کړې یې وه چې انسان د رقیب په نوم نومول باک نه لري
ځکه د الله (ج) د خاصو نوموڅخه نه دی ،چې تر ډیره دواړه استادان په یوه خوله و.
ښکلا :
دا چې ښکلا تر دې دمه ټاکلی تعریف نه لري دا په خپله ښکلا ده ،ځکه د ښکلي شي ډیر صفتونه کیږي ؛خو بیا هم ښکلا هغه بوږنوکي لیدنه ده چې احساسات پاروي ، عواطف راویښوي او یو تګ لوری ټاکي ، هر انسان دښکلا حس کولو حس لري ،چې یاد حس وروسته په ذوقونو پورې تړاولري ،په نوموړي موضوع کې د ښکلا په موضوعي او معروضي خواوخبرې شوې وې لیکوال زیاته کړې وه چې دا د بدرنګۍ تاثیرات وچې د ښکلامفهوم یې په خلکو پېژندلي دی لیکوال یاد مطلب په دې بیت کې واضح کړی و.
بدرنګی باندې مې داسې کانې وکړې ــــ چې تر شا یې نه کتل ښکلا یې پرېښوه
په شعر کې نوښت او خپلې تجربې :
د بهیر د ګډونکوڅخه د یوه کس لیکنه وه ،چې د نوښت مفهوم په کې ښه څرګند شوی ونوموړي د پسرلي صیب او کاروان په شعرونوکې د نوښت زړي راغونډ کړي ولکه کاروان صیب چې وایي :
مرغان دې راشي زموږ لپې کې دې ځالې وکړي ـــ غرمونښتر نه لري کلی مو چنارنه لري
یادونه داسې شوې وه چې ډیرو شاعرانو د وطن د ورانیداخبرې کړي مګر کاروان صیب بیا په لپه کې د ځالې جوړول په عاطفي انداز کې راوړی چې نوښت بلل کیږي.
د ادبي درس د تاثیر کمال په دې کې هم وچې ډیر ځله به چې کومه موضوع په درس کې وړاندې کیدله هغه به یې په عمل کې کرکتنې ته سپارل کیدله مثلا:لومړی به که ادبي درس د لنډی کیسې په اړه وو ؛ ورسته به د یو ملګري په لنډه کیسه کره کتنه کیدله ،د ادبي درس د وړاندې کیدو طریقه داسې وه چې ټاکلي شخص به لومړی د دریځ په سر ویله ، نومړي کس به په یاده موضوع د خپلو تجربو سره موثره مطالعه کړې وه ، ناستو کسانو به په نوموړې موضوع د زیاتونو علاوه تود بحث کولو ،چې په دې بحث سره د ډیرو نظرونه تبادله کیدل او شته پوښتنو ته د حل لار ټاکل کیدله ورپسې ټولو ګډونوالو د نوموړي کس نه کور ودانی کاوه او د لازیاتو پنځونو په هیله یې لاسونه ورته لپه کول، له هیره مې دې نه وځې چې ژوند ادبي بهیرتر دې دمه اویا غونډې کړې ،چې د اویا سرلیکه ادبي درس جوړلو ثبوت مخ ته ږدي
د بهیر د یوه غړي په حیث د ټولوملګرو نه د زړه له تله مننه کوم ،چې د ژوند ادبي بهیر په پیاوړتیا کې یې تل خپله هڅه کړې ، دپوهنتون په دوره کې به زما د پاره لویه ،د مینې او عاطفې نه ډکه یاد پېښه وي خدای(ج) د ې وکړې چې نوموړی بهیر تل ژوندی ، د فکرونو روزونکی او بریمن وي په ټولو لیکوالو او شاعرانو غږ کوم چې خپلې نیکې مشورې او هڅې د یاد بهیر نه ونه سپموي.