خبرپاڼه
نېټه ١٣٩٢\٨\١١
کندهار افغانستان ـ د کندهار په ژړۍ ولسوالي کي د ګډو افغان ځواکونو لخوا د وسلوالو مخالفينو د ځپلو په موخه پراخ چاڼيز عمليات پيل سول.
ياد چاڼيز عمليات نن سهار دملي اردو ،ملي پوليسو او محلي پوليسو په ګډه ددې ولسوالۍ په ټانګي کلي کي پيل سول .
ديادو تصفيوې عملياتو موخه ياده سيمه له هغو وسلوالو مخالفينو څخه پاکول دې،چي تر دي دمه پوري په سيمه کي خپل فعاليت کوي او وخت ناوخته پر امنيتي پوستو باندي بريدونه کوي .
په دې وروستيو کي وسله وال مخالفين ډېر ضعيف سوې دي او دامنيتي ځواکونو سره دمخامخ جګړې توان نه لري او دسړک دغاړي ماينونو په واسطه عام خلګ خپل ښکار ګرځوي