د علم، ادب او پوهي د عامېدو او کتاب لوستني د فرهنګ د رامنځته کېدا په موخه یو شمېر ادبپالو ځوانانو د کندهار په ژیړۍ ولسوالي کي د اونیز ادبي بهیر او کتابتون پټۍ پرې کړه، چي په ترڅ کي يي وینا کوونکو د ادبي بهیرونو او کتابونو پر ارزښت د اهمیت وړ خبري وکړې.
نن جمعه، ۱۳۹۵د جدې پر لسمه نېټه د روهي ادبي بهیر، بېنوا فرهنګي ټولني او ودان افغانستان ګوند ادبپالو غړو د کندهار ولايت په ژیړۍ ولسوالي کي د اونیز ادبي بهیر او کتابتون د پرانستغونډي په ترڅ کي د ژیړۍ له لسګونو ځوانانو او مشرانو سره ناسته وکړه.
د ژیړۍ ادبي بهیر او کتابتون د پرانستني په دې مراسمو کي ځوان فرهنګپال او هڅاند ځوان علي احمد حنیفي غونډي ته په پرانیستونکې وینا کي د روهي ادبي بهیر او ودان افغانستان ګوند له ملګرو او د ژیړۍ له ولسي مشر اسدلله خان څخه له دې کبله ځانګړې مننه وکړه، چي په وینا یې په ژیړۍ ولسوالي کي یې د ادبي بهیر د پیل او کتابتون لپاره په کتابونو راټولو کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي.

غونډي ته د وینا په ترڅ کي د روهي ادبي بهیر او بېنوا فرهنګي ټولني په استازیتوب پر ادب مین حکمت الله څرک د وینا په ترڅ کې د ژیړۍ له ځوانانو وغوښتل، تر څو په بهیر کي دوامداره ګډون وکړي او د وینا او شعر ویلو مهارتونه زده کړي.
نوموړي ځوانان د ټولني د ملا تېر وبلل او د ټولني د ناخوالو په له منځه وړلو کي یې د ځوانانو ونډه خورا مهمه وښوده، چي په خبره یې ځوانان هغه وخت ټولني ته د خدمت جوګه کېدا سي، چي له کتاب، ادب او پوهي سره يي ملګرتیا پیاوړي سي. د ژیړي ولسوالۍ اوسېدونکي علي جان حبیب غونډې ته د وینا پر مهال د هېواد د پرمختګ او پر پښو درېدو لپاره تعلیم، ادب او د کتاب ملګرتیا یوازینی حیاتي ارزښت وباله او د ژیړۍ له ځوانانو یې وغوښتل، تر څو په هر قیمت زده کړې ته پاملرنه زیاته کړي.
د ژیړۍ ولسوالۍ یو بل فعال ځوان او د ځوانانو په چارو کي د اجراییه ریاست مشاور حیات الله حبیب په ژیړي ولسوالي کي د ادبي بهیر پیل او د کتابتون پرانیستنه د ژیړۍ د اوسېدونکو لپاره یوه لویه ادبي لاسته راوړنه وبلله او د دې بهیر او کتابتون له جوړونکو څخه یې مننه وکړه. غونډې ته د وینا پر مهال ځوان فرهنګي او مدني فعال نثار احمد صالح د علم او ادب سره قوي اړیکي د تمدن او پرمختګ اساسي راز وباله او له ځوانانو یې هیله وښوده، تر څو کتابونو ته مراجعه وکړي او د کتاب په مرسته هېوادوال له روانو ناخوالو خلاص کړي.
رابور: عزت الله امید