محمد ص یو صحابي ته هم پېغور نه دی ورکړی چې تاسو خو مخکې کُفر کاوه، اوس څنګه د اسلام، اسلام نارې وهئ!؟
خو زمونږ کوچنيو پیغمبرانو(!) سره چې دروند مسلمان هم سوله وکړي، نو د عقدې له مخې تېرې تېروتنې او یا قصدي جنګونه ورته سندره کوي، سره له دې چې هر سیاسي مشر او کشر مو تر دې زیات او ستر ظلمونه او وحشتونه تر سره کړي دي او معلومه خبره ده چې په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي.
مونږ هر وخت د سولې نارې وهلې دي، خو کله هم چې چا سولې ته غاړه ایښې ده، نو سیاسي شنونکو(!) کلیوالي/ قبایلي پېغورونه ورکړيدي.
په حقیقت کې دا خلک د افغانستان تر دښمانانو او جنګیالیو هم مضر دي، دوی نه غواړي جنګ غلی شي او خوار ولس په امن کې ژوند وکړي.
دا پېغورجنه (مؤنثه طبقه) مخالفین دېته مجبوروي چې سوله ونه کړئ، که ومو کړه له داسې بد هر کلي سره به مخ شئ.
مونږ تربګني جنګونه هم لیدلي چې زیاتې وژنې او او ګواښونه په کې رامنځته شوي دي، خو اخېر هم په روغه جوړه پای ته رسیدلي دي او سیاست خو بیا له دې لوړ څه دي.
مونږ ته اوس دا مهمه نه ده چې انجینر حکمت یار مخکې ولې سوله نه کوله او اوس یې ولې کوي؟
حامد کرزی زما ایډیال دی او ماته یادیږي چې د ورور په جنازه کې یې هم په هرې مخالفې ډلې د سولې او ورورولۍ اواز کړی دی.
مګر زه هیڅکله هم نه وایم چې حکمت یار له اشرف سره سوله کوله، ولې یې له ښاغلي کرزي سره نه کوله؟
زه وایم چې نه په کرزي کې دا وړتیا وه او نه په ډاکټر نجیب کې دومره مهارت و چې حکمت یار یې سولې ته حاضر کړی وای، سوله شرایطو ته په کتو له یو چا سره کیږي، شاید هغه وخت حزبیانو وطن او اسلام ته زیان لیده او سیاله ډله منافقه ورته ښکارېده.
د اوسني دولت په مخالفینو کې تر حکمت یار ستر فصیح او بلیغ عالم، څلوېښت کلن جګړن او مسلمان سیاست مدار نه و او نه نشته، خو بیا یې هم د افغانانو ښېرازۍ په خاطر په نا منل شویو شرطونو او نشت هر کلي سولې ته هم خپله غاړه کېښوده او هم یې نورې مخالفې ډلې سولې ته وهڅولې.
لنډه دا: انجینر ګلبدین که د خپلو وروستیو ویناوو په څېر عمل وکړي او ژوندی و، زه امید لرم چې راتلونکي کې به زمونږ یوه بې مثاله رهبر وي، ځکه حزب هغه لښکر دی چې د هر سمت او قوم خلک ور سره تر اوسه کلک ولاړ دي، فلسفه یې دا ده چې تر اوسه حکمت یار له چا سره په خپلو پلویانو داسې ښکاره معامله نه ده کړې.
پاتې شوه دا نور نوي راګډ شوي بې منطقه، کلیوالي او قبایلي شننوکي چې ځانونه مدني بولي، فقط او فقط ځانونه به منافقین، عقدوي او دروغجن معرفي کړي.
وسلام، په همدې هیله.