علي محمدنظري ـ ښرنه –
دپکتیکاولایت مرکزښرنې دلنکن ښوونیزمرکز په تالارکې درڼاپه نوم پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه.
دغه مشاعره د لنکن ښوونیز مرکزاودیوسف خېل دځوانانو له لوري د پکتیکا د شاعرانو دشعراوشاعري اوفرهنګي ودې په موخه رابلل شوې وه چې دښرنې اویوشمېرنورو ولسوالیوشاعرانو اودادب مینه والوپه کې ګډون کړی وو.
یادې مشاعرې ته ټولوشاعرانو په خپل وارسره چمتوکړي شعرونه واورول چې ترډېره دپسرلي په ښکلي موسم ،دپښتني ټولنې په ناوړه دودونو،په ټولنه کې په نورواړخونواودپښتنو پرمېړانه راڅرخېدل.
په مشاعره کې دیوسف خېلو ولسوالۍ دځوانانوداحساس ټولنې مشر، شاعراولیکوال غلام الرحمن همدرد په بدوکې دنجونو دورکړې ناوړه دود په اړه خوندور نظم دګډونوالو له لورې ډېروستایل شو.
دغه راز دخېرکوټ ولسوالۍ وتلي شاعرعبدالعزیز سرتېر،محمدیاسین یاسین،فدامحمدصمیم یار،نورخان نیازي،محمدهاشم امین یار اویوشمېر نورو شاعرانو ښه اوخوندور شعرونه وړاندي کړل چې دمشاعرې دګډونوالو له لورې په چکچکوبدرګه شول.
دمشاعرې اویادې ادبي ناستې په وروستۍ برخه کې دافغانستان متحدملت ګوند مشراوپه ولسي جرګه کې دکندهار دخلکواستازي عبدالرحیم ایوبي هم ګډون وکړ.
نوموړي دپکتیکادشاعرانو وړتیااو شعرونه وستایل اوهغوی یې دې ته وهڅول چې په خپلوشعرونوکې یووالي،ښوونې اوروزنې اودهیواد پرمختګ ته ځای ورکړي.
ایوبي داهم وویل :(( شاعران په خپلوشعرونوسره دهیوادلپاره هغه څه کولای شي چې سیاسي اونوربیلابېل کسان یې په خپلو اوږدو ویناوو اوتقریرونوسره نه شي کولای.))
یاده مشاعره پر داسي وخت کې ترسره کېږي چې داطلاعاتو اوکلتور ریاست په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې دسېلمان غرپه نوم دپکتیکا دودیزه مشاعره هم راوبولي.