همتیار جانزی:پکتیکا- د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې دوه ځانمرګي بریدکوونکي موخې ته له رسېدومخکې د پولیسو په ډزو ووژل شول.

امنیه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ په دې اړه وویل، پولیسو اوملي امنیت نن راپور ترلاسه کړ چې ښار ته په یوه تور رنګه کرولا ډوله موټر کې دغه ځانمرګی دننه شوي دي.

د نوموړي په خبره، دواړه ځانمرګي نن مازدیګر د ۶ بجو په شاوخواکې له موټر ښکته شوي او ښار ته ننوتي وو، چې د ښار منځ په څلور لارې کې پولیس پرې شکمن شول او ډزې یې پرې وکړې.

دی زیاتوي دنښتې په پایله کې یوه تن ووژل شو او بل یې ځان ته چاودنه ورکړه.

امنیه قومندان وویل، په ډزو کې یوترافیک برسېرن ټپي شوی او نور کوم چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ځدراڼ همدارنګه وايې، پولیس دعامووګړو له قوله خبر شوي چې یوبل ځانمرګی په ټپي حالت کې دپېښې له ځایه تښتېدلی، اوپولیسو اوس هم په ښار کې پلټنې پیل کړې دي.

په سیمه کې دپژواک خبریال علي محمدنظري چې دپېښې عیني شاهد دی وايې، دوو تنو چې  پوځي جامې یې پرتن وې دشهیدانو په څلور لارې کې له پولیسو سره په نښته کې ښکېل شول.

دي وايي، له نښتې له لږ شېبه وروسته یې ددرنې چاودنې غږ واورېد چې ټول ښار یې ولړزاوه.

وسله والو طالبانو ادعاکړې،چې په بریدکې یې ګڼو کورنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.

.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *