د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د مېلمه مدني او رسنيز بنسټ په نوښت او د دغه ولايت د مدني ټولنو او ولسونو لخوا د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او تقدير غونډه ترسره شوه.
پکتيکا ولايت د ولسونو او مدني ټولنو لخوا د هېواد او په ځانګړې توګه د پکتيکا ولايت له زړورو امنيتي او دفاعي ځواکونو د تقدير او ملاتړ غونډه پداسې حال کې ترسره شوه چې د دغه ولايت والي امين الله شارق، د ځوانانو په چاروکې د جمهور رېئس مشاور شميم کټوازي، له مرکزه راغلي پلاوي، د پکتيکا ولايت د ټولو نظامي ادارو مسئولينو او سر بازانو، د پکتيکا ولسونو،د ولايتي شورا غړو،دينې عالمانو، ښځو، د ملکي ادارو مامورينو، مدني فعالانو او ځوانانو هم برخه لرله.
د پکتيکا والي امين الله شارق، د دغه ولايت له ولسونو او په تېره د مېلمه مدني او رسنيز بنسټ له رهبرۍ مننه وکړه چې خپل زړور امنيتي ځواکونه يې په خورا شانداره مراسمو و لمانځل او د دوی سر ښندنې يې تقدير کړې.
د پکتيکا والي وويل دا ولسونه دي چې خپلو امنيتي ځواکونه ته يې لاس ورکړی، او د خپل کور او کلي امنيت يې په ښه شان نيولی دی.
غونډې ته د مېلمه مدني او رسنيز بنسټ مشر يعقوخان منظور وويل چې د پکتيکا ولايت ولس چمتو دی چې د خپلې لوېشت لوېشت خاورې دفاع وکړي ، د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودريږي او مورال يې پياوړی کړي.
ښاغلي منظور د پکتيکا د والي امين شارق کړنې وستايلې او يې ويل چې امين الله شارق يوازينی والی دی چې د دغه ولايت امنيتي ځواکونه ، قومي مشران او لسونه يې همغږي او متحد کړل تر څو د خپلې خاورې او دين ساتنه په ښه شان وکړي.
د مدني ټولنو د همغږي د فتر مشر خورشيد امان کټوازي وويل، د پکتيکا ولس تل د خپلو ځواکونو تر شا ولاړ دی او دښمن ته به اجازه ورنکړي چې د دوی په سرنوشت لوبي وکړي او ژوند يې وګواښي.
دينې عالم مولوي عبدالحق له امنيتي ځواکو د ملاتړ تر څنګ وويل: افغانستان د ټولو شريک کور دی او ساتنه يې په هر افغان فرض ده، ښاغلي عبدالحق په مخالفو ولسوالو ډلو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کيږدي او نور د بې ګناه افغانانو وينې تويي نکړي.
د پکتيکا د ولايتي شورا رئيس بختيارګل همت وويل موږ د پکتيکا له والي امين الله شارق مننه کوو چې په داتېر يوکلن ماموريت کې یي د پکتيکا د امينت لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې، او د پکتيکا له اکثرو سيمو يې د جنګ ټغر ټول کړی.
غونډې ته يو شمېر نور کسانو هم خبرې وکړې او ددغه ولايت له امنيتي او دفاعي ځواکونو يې خپل ملاتړ علان کړ، د غونډې په پای کې د غونډې ګډونوالو امينتي ځواکونه ته ګلونه ور وټومبل او په هغه چارواکو او امنيتې مسئولينو ستاينليکونه ووېشل شول، چې خپلې دندې يې په ريښتنې توګه مخکې وړې او لاهم په پوره مېړانه د وطن او خلکو ساتنه کوي.
۱۳۹۵/۲/۱۵
په درنښت
د پکتيکا ولايت مقام رسنيز دفتر