د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په ښوونځیو کې یې د کمپیوټري لابراتوارونو د جوړولو لړۍ پیل کړه.
دا لړۍ د چهارشنبې په ورځ د پوهنې او د معلوماتي تکنالوژۍ د وزیرانو له لوري د کابل په میخانیکي لېسه کې پرانستل شوه.
د پوهنې د وزیر فاروق وردک په وینا د پوهنې او مخابراتو وزارت دغه ګډه پروژه به هرکال ۲۰۰ ښوونځیو ته غځېږي.
د پوهنې وزارت وايي په دې پروژه په شپږو ښوونیزو موسسو لکه د کابل میخانیکي انستیتیوت، د ښوونکو د روزنې مسلکي انستیتیوت، د سیدجمال الدین افغان دارالمعلمین، د ټکنالوژۍ معلوماتي انستیتیوت او د نابینایانو او جمهوریت په مسلکي لېسو کې پلې شوې ده.
سربېره پردې دغه ښوونیز مرکزونه له نوري فایبر شبکې سره وصل او وړیا انټرنېټي خدمتونه هم لري.
د دې پروژې پر لومړۍ برخې ۳۳.۷ ملیون افغانۍ لګښت راغلی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د پراختیايي صندوق یا TDF له لوري ورکړل شوي دي.
د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي فاروق وردګ زیاته کړه چې د دې پروژې له پلي کېدو سره به ښوونیزې موسسې په کمپیوټر لبونو، پروجکټورونو، الکترونیکي تختو او نورو ټکنالوژیکو وسایلو سمبالې شي. «ددې کمپیوټر لبونو په مرسته به پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب ساینسي مضامین په تمثیلي ویډیوګانو واړوي او په همدې کمپیوټر لبونو کې به یې ذخیره کړي. د دې ویډیوګانو سي ډيګانې به په وړیا ډول زده کوونکو ته وېشل کېږي.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر ښاغلي امیرزي سنګین پر معلوماتي ټکنالوژۍ د ښوونځيو سمبالول د زده کوونکو د تعلیمي سویې په لوړولو کې مهم ګام وباله او ژمنه یې وکړه، چې د مخابراتو وزارت به په دې برخه کې له پوهنې وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
افغانستان د پوهنې په برخه کې خورا ډېره پرمختګ کړی او وزارت غواړي، چې د نویو عصري وسایلو په کارولو سره د ښوونیز نظام کیفیت له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي.