۱۷/ چنګاښ/ ۱۳۹۲ کابل
د افغانستان د پوهنې وزارت او کرکیټ بورډ تر منځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې تر دې وروسته کرکیټ د پوهنې وزارت په ښوونیز نصاب کې شامل شي.
په هغه خبرې ناسته کې چې په همدې مناسبت د افغانستان په کرکیټ بورډ کې جوړه شوې وه، د دې ادارې مشر ښاغلي شهزاده مسعود وویل چې پوهنې وزارت تر دې وړاندې هم د هیواد په ټولو ولایتونو کې زموږ سره مرسته درلوده، خو کرکیټ لا په نصاب کې نه دی شامل شوی، ده زیاته کړه چې تر دې وروسته به کرکیټ د نصاب یوه برخه وي او په اکاډمیک ډول به زده کوونکو ته ور زده کول کیږي.
د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو معین ښاغلي محمد اصف ننګ د دې هوکړه لیک پر لاسلیکولو خوښي وښوده او ویې ویل، کرکیټ افغانستان په ټوله نړۍ کې وځلاوه او دا یوه ملي لاسته راوړنه ده چې باید پیاوړې او دوامداره شي.
ده زیاته کړه چې لومړی به د کرکیټ لپاره ځانګړی نصاب جوړیږي، او د هیواد د ټولو ۱۷۰۰۰ ښوونځیو ټیمونه به جوړیږي.
ښاغلي ننګ وویل چې موږ د زده کړې تر څنګ په اکاډمیک چوکاټ کې د نصاب بوختوونکو برخو ته ارزښت ورکوو او د زده کوونکو بدني، صحي، اخلاقي او کلتوري تربیت ته هم پام کوو.
نوموړي کرکیټ یو ملي سپورټ وباله او د دې ملي هویت پر ساتنه او پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
ده همدارنګه ژمنه وکړه چې په نژدې راتلونکې کې به د سپورټ لپاره د انسټیټیوټ په لیول زده کړې پیل کړي.
د کرکیټ بورډ اجرائیوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد هم د دې پرمختګ په اړه خوښي وښوده او ویې ویل چې د کرکیټ بورډ او د پوهنې وزارت د سپورټ برخې استازي به په ګډه د نصاب د لیکلو، په ښوونځیو کې د سپورتي ښوونکو د روزني په اړه ډېر ژر کار پیل کړي.
ښاغلي مراد وویل چې دا کار به په ټول هیواد کې د کرکیټ د ډګر استعدادونه وپېژني او په اکاډمیک ډول به یې وروزي.
نوموړي دا مهال د افغانستان د کرکیټ حالت ډېر ښه وباله، او ویې ویل چې زموږ ملي لوبډلې د نورو هیوادونو په پرتله ډېر ژر د کرکیټ د نړیوالې شورا اسوشیېټ غړیتوب ترلاسه کړ، زموږ ۱۶ کلن د اسیا په کچه اتلان دي او ۱۹ کلنې لوبډلې مو نړیوال کپ ته لار موندلې ده.