راپور: عصمت بهیر –
تېره هفته په روشنګرۍ کې عبدالودود بشریار په (کائناتو کې د افغان انسان ادرس) تر سرلیک لاندې لکچر وړاندې کړی.
ښاغلي بشریار لومړی د انسان تعریف د اسلام له نظر وکړ. ورپسې یې انسان د مختلفو علومو له زاویې او علماوو له دیدګاه څخه معرفي کړ.
بشریار پر دې ټینګار وکړ، چې د هرې ښېګنې په محور کې باید انسان قرار ولري (چې په افغانستان کې باید یو رنسانس رامنځته شي او په دې رنسانس کې تر ټولو زیات افغان انسان ته ارزښت ورکړل شي او د دې رنسانس منځته راتګ لپاره د روشنګرۍ پروګرامونه اساسي ستني بلل کېږي.)
بشریار و افغان انسان ته د نجات ورکولو یوه لاره تمدن رامنځته کول وګڼل (موږ په خپل هیواد کې د تمدن خورا زړې ریښې لرو، د تمدن لپاره بنسټونه کښېښودل شول خو بیا تعقیب نه شول اوس هغه یوازینې لار چې موږ تمدن ته رسوي هغه د اروپا له تجربو څحه د تمدن په را منځته کولو کې استفاده کول دي.)
د لکچر په پای کې ګډونوالو خپلې نظریې وړاندې او پوښتنې وکړې، چې استاد بشریار ورته جوابونه وویل.
د یادونې وړ ده، چې په راتلونکې روشنګرۍ کې به خان ولي خان بشرمل د فلسفې اصطلاحاتو په اړه لکچر ورکړي، مینوال دې خبر وي.