تاند- ځوانو فعالینو نن په کابل، کوېټه او خوست کې په باچاخان پوهنتون د تېرې چارشنبې د ورځې ترهګریزه حمله وغندله او د لروبر یو افغان ترعنوان لاندې د افغان ځوانانو د راټولېدلوغوښتنه یې وکړه.‌

په دې لړ کې نن دلته په کابل کې افغان ځوانانو د باچاخان پوهنتون د بڼ د رژېدلو ګلانو په یاد شمې بلې کړې او ویې ویل چې د لروبر افغان درد او قاتل یو دی، او په کار دی چې افغانان هغه ادارې چې له تېرو ۳۸ کالو راهیسې افغانستان او له ۱۴ کالو راهیسې پښتونخوا ورانوي او بې ګناه خلک یې وژني، وپېژني او هم یې نړیوالو ته ور وپېژني‌.

02

په کوېټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د محصلینو څانګې د کوېټې د پریس کلب مخې ته احتجاجي غونډه وکړه او په باچاخان پوهنتون او په پښتونخوا او افغانستان کې نورې ترهګریزې حملې یې وغندلې. دوی وویل چې په افغانستان کې له تېرو ۴۰ کالو راهیسې مداخله کیږي او په کار دی چې دغه لاسونه لنډ کړای شي.‌

03

په خوست کې هم ځوانو فعالینو یاده پېښه وغندله او په سیمه کې یې د لروبرو افغانانو د یووالي او د شریک دښمن په وړاندې د شریکو هلو ځلو غوښتنه وکړه.‌

دې ته ورته لاریونونه او غونډې له تېروڅو ورځو راهیسې چې په پښتونخوا کې په باچاخان پوهنتون ترهګریزه حمله وشوه او لسګونه محصلین او استادان په کې قرباني شول، په افغانستان،‌ پښتونخوا،‌ او یو شمېر بهرنیوهېوادونو کې روان دي.‌

3 thoughts on “په کابل، کوېټه او خوست کې په باچاخان پوهنتون شوې حمله وغندل شوه”
  1. د لر او بر پښتنو مشران باید ددې نه پند واخلي او د خپلو شخصي مفاداتو نه تیر شي، اوس ښه موقع ده چې د پښتون وژنې او دربدرۍ ټغر ورټول شي. تر کومه به پښتنو ته جاهل او ترهګر ویل کیږي، تر کومه به پښتانه قرباني کیږي او په تیارو کې ساتل کیږي؟ مفسدو مشرانو بس دی اوس به مو نفسونه ماړه وي، اوس د قوم لپاره څه وکړئ تر څو دا لویدلی او کړیدلی قوم له تیارو راووځي او په نړۍ کې سیال شي. دا ښه موقع ده مشرانو چې په تاریخ کې مو نوم د غدار پر ځای قهرمان ولیکل شي.

  2. اوس تولو نريوالو ته شكاره شوه چى لر او بر افغان يو دى، دشمن يي هم يو دى. اوس تول پوهيژي چى لر او بر كه يو نشي نو د دوى شتونه ته خطر ده. اوس د شمم چاره هدوكى ته ورسيده. اوس بايد لر او بر افغانان په هوشيارتوب سره د يوويشتمى پيرى د جلنجونو سره ژوند وكري او هغوى ته زانونه چمتو كري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *