تاند- په جلال اباد کې نن یو شمېر خلکو د زورواکانو له لوري د مځکو د غضب په اعتراض کې مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو د ننګرهار پوهنتون په ساحه کې د کابل – جلال اباد لویه لار بنده کړه، د موټر د تګ راتګ مخه یې ونیوله او یوازې یې هغو موټرونو ته د تګ اجازه ورکوله چې ناروغان یا ټپیان پکې سپاره ول.

مظاهره چیانو ویل چې د دوی په سیمه کې زورواکانو مځکې په زوره غضب کړي دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ وویل چې د مظاهره چیانو په سیمه کې به د مځکو د غضب پر ادعا څېړنه وکړي.

له بلې خوا نن د کابل په دشت برچي سیمه کې په سلګونه تنه په مظاهره راووتل او په کابینه کې یې د هزاره ګانو غوښتنه وکړه. دوی ویل چې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو له هزاره ګانو سره د تبیعضي چلن کړی دی.

ولسي جرګې د ولسمشر غني د کابینې له ۱۸ نومول شویو وزیرانو څخه ۸ ته د اعتماد رایه ورکړه خو ۱۰ نور یې، چې د هغو په منځ کې ۴ هزاره توکمه ول، رد کړل.

1په ۸ تایید شویو وزیرانو کې یوازې یو په خټه هزاره دی. د مظاهره چیانو پر یوه شعار لیکل شوي چې هزاره ګان د ۶ وزارتونو، یوه کلیدي وزارت او د یوې خپلواکې ادارې مشتحق دي.

حکومت ویلي چې د رد شویو وزیرانو پر ځای به نور کسان د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *