تاند –  د کابل په دارالامان سیمه کې د پولیسو د جلب او جذب له سیمې سره نژدې وسله والو حمله کړې ده د دې برید جزییات تر دې دمه نه دې خپاره شوې.

بل لور ته د کونړ په مرکز اسعد اباد کې وسله والو ډله ییز برید کړی دی. دا حمله د کابل بانک پر ودانۍ شوې چې د راپورونو له مخې وسله والو د بانک مخې ته ساتونکی وژلی او بانک ته ننوتې دي

په دې  حمله کې د پنځو تنو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی. د دې دواړو بریدونو تفصیل به وروسته در کړو البته دواړه حملې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *