د نوموړي مرکز لومړنۍ طرحه بشپړه او د کابل پوهنتون رئیس او د لوړو زدهکړو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر، ښاغلي حمیدالله فاروقی لخوا د جنوبی اسیا پوهنتون (South Asian University) له مشرتابه سره شریکه شوه. په دې مرکز کې به د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو سیاسي، اقتصادي، ستراتیژیې، ښوونیزې او امنیتي اړیکې څېړل کېږي او د فرصتونو او ګواښونو په اړه به اړوند هېوادونو ته تګلارې ورکول کېږي. د دې مرکز تر ټولو ستره ځانګړتیا دا ده چې افغانستان به د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د مالوماتو او تفاهم رامنځته کولو نقش لوبوي.
نوموړی مرکز به د سارک (SAARC) سازمان په تخنیکي او مالي مرسته رامنځته کېږي چې د تعقیب چارې به یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري پرمخ وړل کېږي. د یادونې وړ ده چې سارک سازمان دې ته ورته مرکزونه په ټولو هغه هېوادونو کې جوړ کړي چې په دې سازمان کې غړیتوب لري؛ خو افغانستان ترننه سربېره پر دې چې د یاد سازمان غړی هېواد دی، له دې فرصت څخه محروم و. د کابل پوهنتون رئیس او د لوړو زدهکړو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر، ښاغلی حمیدالله فاروقی وايي:
فکر کوم د افغانستان د هر اړخیزو شخړو او د هغوی د نه حل کېدو یو اساسي علت د ستراتېژیکو مرکزونو نشتون دی. همدا علت دی چې ما دې ته زړه ښه کړ چې په کابل پوهنتون کې څېړنیزې څانګې پرانیستل شي او کابل پوهنتون په یو څېړنیز پوهنتون بدل شي او د سیمهییزو هېوادونو له پوهنتونونو سره سیالي وکړای شي.
نوموړي زیاته کړه: لکه څنګه چې تاسو ته مالومه ده، سارک سازمان په بېلاېیلو هېوادونو کې ورته مرکزونه لري، لکه په بنګلادیش کې د کرهڼې او د موسم د اټکل مرکزونه، په نیپال کې د توبرکلوز مرکز، په ډيلي کې د اسنادو د خوندیتوب او د جنوبی اسیا د مطالعاتو مرکزونه، په اسلام اباد کې د بشري سرچینو د پیاوړتیا او ظرفیت لوړولو مرکزونه، او په سرېلانکا کې کلتوري مرکز.
خو ولې په افغانستان کې د سارک سازمان له لوري داسې کوم مرکز نه دی رامنځته شوی چې د افغانستان اړیکې له نوموړي سازمان سره وسنجوي او وده ورکړي خو له نیکمرغه دې ځل د دې ډول مرکز د رامنځته کیدو په هکله رسمي ناستې پیل شوي. دا په داسې حال کې چې افغانستان دا فرصت او توان لري چې د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د مالوماتو د کره والي، شریکولو او خوندیتوب نقش ولوبوي او دوی د همکاریو په بېلابېلو ډګرونو کې سره نږدې کړي.
ښاغلي فاروقي د نوموړی مرکز موخو ته په اشارې سره وویل: نوموړی مرکز به د سارک سازمان، منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو لپاره د لوبینګ، اقتصادي ودې، د پانګونې را جلبولو او څېړنیزو مقالو لیکلو کار ترسره کړي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې د دې مرکز له رامنځته کېدو وروسته به د سولې په مرکز، سولې کتابتون او د ښوونې روزنی په مرکز کار پیل شي.
همدا ډول نوموړي وویل چې دا مرکز به د سیمې او نړۍ له بېلابېلو ستراتېژیکو مرکزونو سره په همغږۍ، د سیمهییزې او نړیوالې سولې لپاره او د حل لارو په لټولو کې به له دوی سره ګډ کار وکړي.
ښاغلي فاروقي څرګنده کړه چې د دې مرکز په رامنځته کېدو سره به په کابل پوهنتون کې د استادانو په علمي او څېړنیزه روزنه کې بنسټیز کار ترسره شي او دوی به وکولای شي چې د څېړنې له لارې د ستونزو په موندلو کې له افغانستان او سیمې سره مرسته وکړي.
ښاغلي فاروقي وویل چې د نوموړې سترې موخې په لاسته راوړلو کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په هند کې د افغانستان ستر سفیر شیدا محمد ابدالی لازمه مرسته وکړي.
د راپور چمتو کوونکي: د کابل پوهنتون ریاست مطبوعاتي ټیم