د خوشحال خان خټک څلور ورځنی څیړنیز علمي سمینار (نابغه خوشحال) د دوشنبې په ورځ د افغانستان، خیبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا د څېړونکو او ادیبانو په ګډون پرانیستل شو.
د کابل پوهنتون ريیس حامدالله فاروقي او ګڼو نورو په دې څیړنیز علمي سمینار کې د افغانستان لپاره د خوشحال خان خټک هڅې تاریخي وبللې.
پوهاند فاروقي وویل، د خوشحال خان اثار د افغانستان په کلتور مثبت اغیز کړی او له همدې کبله یې هڅې د ستاینې وړ دی.
فاروقي وویل«خوشحال خان ملي مبارز، ننګیالی لیکوال او شاعر ټولنپوه، وګړپوه او لنډه دا چې له نورو ډیرو معنوي ښیګڼو او د لوړو اخلاقو او ځانګړنو نابغه افغان او په سیمه کې د عدم تشدد د مبارزې اتل و.»
د ننګرهار پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون وايي خوشحال خان ولسي شاعر و او د ده شاعري به د راتلونکي ژوند لپاره د الهام د اخیستو سرچینه وي.
هغه وویل «خوشحال خان خټک د ژوند د جوړولو، د امید پیدا کولو او د ولسونو د رابللو شاعر دی او د خوشحال شعرونه به په راتلونکو زمانو کې د ښه او ښکلي ژوند لپاره د الهام لویه منبع وي او پکار ده چې د ده د فکر، هنر او هڅو د معرفي کیدو لپاره دغسې غونډې ولرو.»
د خوشحال خان علمي څیړنیز څلور ورځنی سمینار د افغانستان د علومو اکېډمۍ او ارګ په همکارۍ ترتیب شوی دی.
په دې سیمینار کې د پوهنتون استادانو، ليکوالانو او محصلانو هم ګډون کړی دی.