تاند – د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې په ځايي وخت د شپې په شاوخوا ۱۱:۱۵ بجې بل بمي برید وشو.

ویل کیږي چې دغه برید د پلازمېنې په نوي ښار سیمه کې د اېم ټي اېن دفتر ته مخامخ په سوټس (Suites) هوټل باندې شوی دی.

ځیني راپورونه وايي، دا برید، چې د شپې له ۱۱ بجو وروسته وشو، پر یوه مېلمستون شوی دی.

د پېښې له ځای سره نژدې یو کس وایي چې اوس هلته جګړه روانه ده، او یو شمېر کسان د پېښې د احاطې په داخل کې بند پاتې دي. د مړو او ټپيانو په هکله لا معلومات نشته.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې تراوسه پوري د حمله کوونکو د برید هدف څرګند نه دی.

ده وویل چې له چاودنې وروسته دوه حمله کوونکي ترهګر په سیمه کې (نوی ښار) یوې ودانۍ ته ننوتل.

صدیقي همداراز وویل چې پولیس باور لري چې دا ځای به یو مېلمستون وي چې بهرنیان او بهرني دیپلوتان پکې اوسي.

صدیقي د مرګ ژوبلو په اړه بې خبري وښوده.

د پېښې ځای ته تللې لارې امنیتي ځواکونو بندې کړي دي.

دا بریدونه وروسته له هغه کېږي چې هند له افغانستان سره پوځي مرستو ته چمتووالی اعلان کړ. (طالبان) د هند د پوځي ملاتړ د اعلان په اړه ګڼو کتونکو اندېښنه ښکاره کړې وه چې د پاکستان حساسیت به وپاروي.

تر دې مخکې، نن د سپتمبر په ۵مه ماسپښين مهال د مامورینو د رخصتۍ پر وخت د ملي دفاع وزارت مخې ته په دوو ترهګریزو بریدونو کې خواوشا ۲۴ کسان شهیدان او له ۹۰ تنو څخه ډېر نور ژوبل شوي ول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دا بریدونه وسله والو طالبانو کړي دي.

One thought on “په کابل کې پر یوه مېلمستون د طالبانو ډله ییز برید شوی”
  1. راشه که یی ګوری !ورځ تر بلی بدتری دشهر یوه برخه کی نه امنی ټول شهر وتړل شی دغه څه ډول امنیت دی کوڅه په ګوڅه لاری بندی دی دلوړو او قدرت مندو کوڅی هم تړلی دی خبلو کورو کی لکه ګیدړ غوندی ډاریږی دغه تر کومه دغه ډارن ګیداړان به څنګه دفاع کوی دوی دخپلو کورو راوتلی نشی نو دشهر یانو دفاع به څنګه وکړی ننی حالات چه دلیدل شو ډیر ډیر شرم دی خو که څوک شرمیږی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *