دا خبر بیا بیا تازه کېږي
د کابل په دشت برچي کې د داعش د وسله والو ترهګرو حمله د دوو ترهګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده خو د ښار په بله برخه کې لا هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترهګرو ترمنځ نښته روانه ده.
تراوسه پورې د کابل په دشت برچي سیمه کې د دوو سرتېرو د شهادت او د ۶ ملکیانو په شمول د ۸ تنو د ټپي کېدو خبر ترلاسه شوی دی.
داعش د دشت برچي د حملې مسوولیت په غاړه واخیست
تاند- د کابل د دشت برچي د سیمې د حملې مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه واخیست.
د روغتیا وزارت وايي چې تراوسه پورې د دواړو حملو ۶ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.
راپورونه وايي چې په دواړو حملو کې، چې ډېر ورته والی سره لري، وسله وال ترهګر ودانیو ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره ډزې تبادله کوي.
راپورونه وايي چې په دشت برچي کې دوې انتحاري حملې شوي خو د نوي ښار په حمله کې یوه انتحاري ځان الوزولی دی.
د کابل په چاودنو کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي تایید کړه چې د دشت برچي د پولیسو د ماموریت ترڅنګ چاودنه شوې او ورپسې وسله والو نښته پیل شوې ده.
ستانکزي همداراز وویل چې بله چاودنه د ښار په یوه بله برخه کې د پولیسو ماموریت ته څېرمه شوې ده.
تراوسه پورې د تلفاتو شمېر نه دی څرګند خو ځینې امنیتي سرچینې وايي چې څو تنه وژل شوي یا ټپیان دي.
ځینو امنیتي سرچینو ویلي چې ۴ چاودنې شوي دي. د دوی په وینا تراوسه پورې یې ۶ ټپیان روغتونونو ته رسولي دي.
په کابل ښار کې دوې چاودنې واورېدل شوې
تاند- د کابل په دوو سیمو کې د چاودنو او ورپسې د ډزو ږغونه اورېدل شوي دي.
د ښار په ۱۳ مه امنیتي حوزه کې، چې د دشت برچي سیمه پکې شاملېږي، له یوې چاودذنې وروسته ډزې بیل شوې.
تراوسه پورې د حملې د هدف په اړه څه نه دي ویل شوي.
شاهدان وايي چې چاودنه په دشت برچي کې یوه امنیتي مرکز ته نژدې وشوه.
دوی وايي چې له همدې سیمه څخه ډزې هم اورېدل کېږي.
بله چاودنه په نوي ښار کې د اتصالات مخابراتي شرکت ته نژدې شوې خو تراوسه یې هدف او د اختمالي مرګ ژوبلو په اړه معلومات نشته.