تاند (پنجشنبه، د ثور۱۷) د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې نن شپه دوې چاودنې وشوې خو لومړني راپورونه وايي چې له کبله یې مرګ ژوبله نه دې پېښه شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویندی طارق ارین تایید کړه چې د یوه ساعت په ترڅ کې دوې چاودنې شوې چې یوه یې د راکټي برید او بله د الېښودل شوي بم ښکاري.
د ارین په وینا لومړۍ چاودنه د راکټي برید وه چې د پلازمېنې په شمالي برخه کې د برېښنا د توزیع پر یوه مرکز کې وشوه. دوهمه چاودنه د ښار په ختیځ کې وشوه.
ارین وايي چې دوهمه چاودنه د اېښودل شوي بم وه.
د کورنیو چار وزارت ویندوی وویل، یو سړی، چې کلاشینکوف یې په لاس کې و، د برېښناکوټ په سیمه کې نیول شوی خو تراوسه پورې څرګنده نه ده چې دغه کس په چاودنه کې لاس درلود او که نه درلود.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا راکټي برید د برېښناکوټ دېوال وران کړی دی.
تراوسه پورې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفو ډلو د دغو بریدونو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.