د وروستیو راپورونو له مخې چاودنه په زمبق چوک کې شوې ده. ویل شوي چې د ملي اردو د یوه جنرال په موټر پسې مقناطیسي بم نښلول شوی و چې په نتیجه کې یې د جنرال چلوونکی ټپي شوی دی.

لومړنی خبر

تاند- په کابل کې د یوې زورورې چاودنې ږغ واورېدل شو. تراوسه پوري د دې چاودنې د دقیق ځای او د هغې په اثر د مرګ ژوبلو راپور نشته.

له چاودنې وروسته د امبولانسونو د هارنونو ږغونه هم واورېدل شول.

دا چاودنه په داسي حال کې شوې چې د نوي منتخب ولسمشر د لوړې تر مراسمو مخکې په ښار کې کلک امنیتي تدابیر غوره شوي دي.

ټاکل شوې ده چې سبا /دوشنبه/ اشرف غني احمدزی د افغانستان د دوهم منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د لوړې مراسمو ته په سلګونو کورني او بهرني مېلمانه رابلل شوي دي.

0 thoughts on “په کابل ښار کې د زورورې چاودنې ږغ واورېدل شو”
  1. زوراوره چودنه اونن سبا دا کلک امنیتی تدابیر څنګه کیدای شی؟معلومیږی چه دنوی دولت سره له همدا اوسه همکاری نه کیږی دوه رقیب قوتونه کله سره پحلا شویدی خو موږ دا وایو تاسو دقدرت لیوان چوکی به خپلی کړی ستاسو دوی خو په مسالمت امیزه توګه دخدای لپاره موږ پکی تباه نکړی خوار غریب پکی تباه نکړی او که لیکلی تعهد غواړی هغه هم در کولی شو چه موږ قدرت نه غواړو موږ چوکی نه غواړو موږ یوازی دسر سلامتی غواړو امن امان غواړو نور ستاسو مرزی ده عیش او نوش وکړی خوند واخلی خو موږته ضرر ونه رسوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *