تاند- وروستی راپور وايي چې د چاودنې ږغ د هغه راکټي برید و چې د ایټالیا سفارت یې په نښه کړی و.

د کابل رسنیو او څو امنیتي چارواکو هم تایید کړه چې د ایټالیا د سفارت په لور راکټ ویشتل شوی خو راکټ د سفارت ترڅنګ پر یوه کور لګېدلی او اور یې اخیستی دی.

افغان پولیسو تایید کړه چې د دې حملې په نتیجه کې د ایټالیا د سفارت یو ساتونکی ژوبل شوی دی.

تراوسه پوري د دې برید مسوولیت چا منلی نه دی.

لومړنی خبر

په کابل ښار کې د زورورې چاودنې ږغ اورېدل شوی

تاند- په کابل ښار کې د زورورې چاودنې ږغ واورېدل شو. ګومان کېږي چې بیا به وسله والو تروریستانو په کوم مېلمستون یا دولتي ودانۍ ډله ییز برید کړی وي.

یوې سرچینې تاند ته وویل چې د ایټالیا پر سفارت راکټي برید شوی دی.

د ایټالیا سفارت د کابل په مرکزي برخه کې (کلوله پُشته او نوی ښار ترمنځ) موقعیت لري.

سرچینې وویل چې د ارکټ له لګېدو وروسته د سفارت له شاتنۍ برخې لوګي پورته کېږي.

تراوسه معلومه نه ده چې راکټ له کوم ځایه پر سفارت ویشتل شوی دی.

که دا خبر تایید شي، نو دا به په وروستیو دوو اوونیو کې درېمه حمله وي چې په افغانستان کې پر دیپلوماتیکو مرکزونو کېږي.

تر دې وړاندې په مزارشریف کې د هند پر کونسلګرۍ او په جلال اباد کې د پاکستان پر کونسلګرۍ د برید هڅې شوې وې.

په دواړو حملو کې یوازې افغان سرتېرو قرباني ورکړه.

دا چاودنې په داسي حال کې کېږي چې کابل سبا /دوشنبه/ د څلوراړخیزې غونډې کوربه دی.

اټکل کېږي چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي به د کابل په غونډه کې، چې د اسلام اباد د تېرې دوشنبې د غونډې په تعقیب جوړېږي، دا څرګنده کړي چې د افغانستان حکومت له چا سره څه وخت او چیري خبرې وکړي.

دا پوښتنه وروسته له دې مهمه شوې چې طالبانو په څو ډلو ووېشل شول.

له کله چې د سولې د پروسې د بیا پیلولو لپاره هلې ځلې پیل شوي، په کابل ښار کې په ځانګړي ډول تروریستي بریدونه زیات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *