تاند- په کابل ښار کې څو شېبې مخکې څو پر له پسې چاودنې وشوې او ورپسې د ډزو اوازونه واورېدل شول خو وروسته حرګنده شوه چې دا اوازونه د کرکټ د شپږیزې د پیل د مراسمو په مناسبت د پټاکیو اوازونه ول.
د دې لپاره چې په کابل او نورو ښارونو کې ترهګرې ډلې عموماً تروریستي بریدونه په چاودنو پیلوي، خبري اژانسونو او خبریالانو په لومړي سر کې باور وکړ چې بیا تروریستي حمله شوې ده.
د طالبانو ډله ییز انتحاري بریدونه عموماً له چاودنو سره غبرګ پیلېږي.
رویټرز خبري اژانس وايي، د کابل په دیپلوماتیکو مرکزونو کې د خطر زنګ وهل شوی.
یوې دولتي سرچینې وویل چې د ډزو ږغونه د کرکټ مسابقو په خوشالۍ کې شوي.
رویټرز خبري اژانس ته د افغانستان حکومتي سرچینو ویلي چې ډزې د کرکټ د شيپږیزې د پرانستونکو مراسمو په ویاړ د پټاکیو ږغونه ول.
له دې جلا نن په جلال اباد کې ۲ امریکايي پوځیان د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې ژوبل شول.
د امریکا دفاع وزارت وویل چې دا دوه پوځیان هغه مهال ټپیان شول چې د نقلیه وسیلې په لار کې یې چاودېدونکي مواد وچاودېدل.
دا پېښه نن/دوشنبه/ مازدیګر ناوخته وشوه.
د کرکت سیالیو پیل بیا څه خوشحالی لری؟ تاسې یی پریږدي چې یو ځل خو بریالی ټیم معلوم شی بیا اتڼونه کوی.