تاند- د کابل په مرکزي برخه کې نن شپه/ شنبه/ د ډزو په نتیجه کې لږترلږه پنځه تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي چې د پېښې په قربانیانو کې تورک (ترک) اتباع هم شامل دي.

د دې پېښې، چې د حاجي یعقوب د څلور لارې په یوه تورکي مارکیټ کې وشوه، علت او انګېزه تراوسه پوري نه ده څرګنده شوې.

شاهدانو او امنیتي چارواکو پېښه تایید کړه، ویې ویل چې یو تورک او یو افغان وژل شوي او درې تنه نور ژوبل شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې وویل چې ټپیان ټول تورکان دي.

خو شاهدان وايي چې دوه تورکان او یو افغان وژل شوي او دوه تورکان ژوبل شوي دي.

One thought on “په کابل ښار کې د ډزو په نتیجه کې څو بهرنیان وژل شوي یا ټپیان دي”
  1. دلته نړیواله جګړه روانه ده ، دلته د پردیو جنګ دی ، دلته هیوادونه یو د بل اهداف او شخصي معاملې پالې ، ځکه دا بې څښتنه وطن دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *