تاند (کابل)- د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د یوه ځانمرګي ترهګریز برید په نتیجه کې ۱۰ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شول.‌

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال وایي چې بریدګرد عامه نظم د پولیسو د ودانۍ په دروازه کې چاودنه وکړه.‌ پېښه نن ماسپښین په نژدې ۱:۴۰ بجو وشوه او اکثر قربانیان یې ملکي خلک دي.‌

د عامه نظم د پولیسو د ادارې ویاند جاوېد نیازي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې،‌ ځانمرګي غوښتل چې د عامه نظم د پولیسو ادارې ته ننوځي خو په وره کې ولاړو پولیسو یې مخه ونیوله، چې په نتیجه کې بریدګر په دروازه کې خپلو چاودونکیو موادو ته چاودنه ورکړه او پېښه رامنځته شوه.‌

پېښه د کابل ژوبڼ سره نژدې سیمه کې چې شوې ده چې خلک د سیل له پاره ورځي،‌ خو تر اوسه پورې یې چا مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *