تاند- په کابل کې یوې انتحاري حملې د بریتانیا د سفارت یو موټر په نښه کړ چې په نتیجه کې یې لږترلږه څلور لارویان او یو بریتانوی وژل شوي دي.

د بریتانیا د سفارت یوه ویندوی وویل چې د دې حملې هدف د بریتانیا د سفارت یو موټر و چې په نتیجه کې یې څو تنه ټپیان شوي دي.

دغه ویاند رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دوی د افغانستان له پولیسو سره د موضوع په اړه په تماس کې دي چې د پېښې کر�� جزییات معلوم کړي.

د بریتانیا د سفارت یوې بلې سرچینې بیا وویل چې په موټر کې دیپلوماتان سپاره نه ول. خو د سفارت یوې بلې سرچینې رویټرز ته ویلي چې په دې پېښه کې یو بریتانیايي تبعه وژل شوی دی.

 د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال ایوب سالنګي وویل چې حمله کوونکی انتحاري پر موټرسایکل سپور و.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل چې په برید کې ۳۳ افغان لارویان ټپیان شوي او درې موټرونه ویجاړ شوي دي. اکثره ټپیان ماشومان ښودل شوي دي.

شاهدانو ویلي چې لږترلږه د ۴ لارویانو مړي یې لیدلي دي. دوی همداراز وویل چې یو شمېر ټپیان یې هم په وینو لړلي ولیدل.

په روغتون کې ډاکترانو ویلي چې یو شمېر ټپیان وروړل شوي چې د هغوی په منځ کې ماشومان هم شمامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *