تاند- د کابل په ختیځ کې په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او څو نور ژوبل دي.
په دې حمله کې، چې د کابل – جلال اباد په لاره کې وشوه، د یوې بهرنۍ کمپنۍ جي ۴ ایس کارکوونکي په نخښه شوي دي.
د روغتیا وزارت وايي روغتونونو ته د ۳ تنو مړي او ۴ ټپیان رسول شوي دي.
وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش خبریالانو ته وویل«د سهار په شاوخوا ۹ بجې او ۱۰ دقیقې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې یوه موټر بمي انتحاري حمله وشوه، دوه ملکیان یې ووژل او څو نور ژوبل کړل.»
د دانش په وینا حمله داسې وخت وشوه چې ډېر خلک کار ته روان ول.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویندوی نصرت رحیمي وویل چې انتحاري حمله کوونکي غوښتل چې د جي ۴ لیس کمپنۍ پر کارکوونکو حمله وکړي خو مخکې تر دې چې هدف ته ورسېږي ځان یې والوزاوه او عامو لارویانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.