لوی افغانستان تحريک/ مطبوعاتي اعلاميه
نېټه: ۱۳۹۷/۲/۳
تېره ورځ د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي کې تروریستانو پارلماني ټاکنو د نوم ليکنې په دفتر ځان وژونکی بريد وکړ او تر څلوېښتو زیات افغانان يې شهيدان او تر سلو زیات يې ټپيان کړل.
پارلماني ټاکنو د نوم ليکنې په دفتر کې ځان مرګي د ښوونځي د ماشومانو، مېرمنو او استادانو په ګډون يو شمېر افغانان په شهادت ورسول، تر څو له دې لارې د افغانانو دښمنان خپلې شومې موخې ته ورسېږي او افغانانو نه ددې فرصت واخلي، چې د ټاکنو په ترڅ کې خپل راتلونکی وټاکي او په هيواد کې روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.
دا چې په مورنۍ خاوره او محکوم افغانستان کې د يووالي هڅې همغږې شوې دي، په لروبر کې د سوله ايزو پرلتونو او غونډو دښمن وراخطا کړی؛ نو په دې سره غواړي چې د افغانانو په شهادت افغان يووالي ته زیان ورسوي.
خو د افغانانو دښمنان او ترهګر باید پر دې پوه شي، چې افغانان تر بل هر وخت زیات متحد شوي او په دغه ډول تروریستي بريدونو سره د افغان يووالي لا مستحکم کېږي.
باتورو افغانانو هر وخت د خپلې خاورې او خلکو ساتنه په ایثار او قربانۍ سره کړې او د خپل روښانه برخليک د ټاکلو په موخه سرښندنو او قربانيو ته ژمن دي.
متحد افغانان به د دښمن د هيڅ ډول تروریستي بریدونو پروا ونه کړي او په خپل يووالي سره به همدا زبون دښمن ميدان بایلي.
لوی افغانستان تحريک په هيوادوالو غږ کوي، چې په راتلونکي پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم ليکنې مرکزونو ته ورشي او خپل نومونه ثبت کړي.
لوی افغانستان تحريک د تېرې ورځې تروریستي بريد د سامراجي څارګرې ادارې کار بولي، تر څو په دې سره د افغانانو د يووالي مخه ونيسي، خو هيڅکله به خپلې شومې موخې ته ونه رسېږي.
ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او شهيدانو ته د جنت هيله کوو او افغان دولت دې ددغه ډول تروریستي بريدونو مخنيوی وکړي.