تاند- د کابل په نوي ښار کې تمیم شنسب او ۱۸ ساتونکي یې، چې پرون سهار یې له امنیتي ځواکونو سره مقاومت پیل کړی و، نن ماسپښین تسلیم شول.
په دې شخړه کې یو پولیس وژل شوی، ۶ پولیس او یو خبریال ټپیان شوي دي.
د تمیم شنسب کور ۲۰ ساعته د پولیسو له لوري محاصره و.
ویل کېږي چې له پولیسو سره د ډزو د تبادله کولو په مهال د شنسب یو ساتونکی وژل شوی او ۳ نور ژوبل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش تایید کړه چې تمیم شنسب له ۱۸ نورو وسله والو سره نیول شوی دی.
دانش وايي چې د شنسب ساتونکو غیرقانوني وسلې لرلې او هغه کور یې غضب کړی و، چې دوی پکې اړولي وو.
شخړه هم هغه مهال پیل شوه چې کله پولیسو د محکمې له حکم سره سم له شنسب او وسله والو څخه یې وغوښتل چې له کوره ووځي ځکه چې محکمې پرېکړه کړې چې دا کور د بل چا دی.