تاند- د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، یوه جرمنۍ ښځه چې دوې میاشتې پخوا د کابل په قلعه فتح الله مېنه کې تښتول شوې وه، خوشي شوه.
د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر د شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په دې زښت خوشاله شوی چې یوه جرمنۍ خوشي شوې او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
ده په دې باب چې دا ښځه، چې دوې میاشتې پخوا په کابل کې یرغمل شوې وه، څرنګه خوشي شوه خو د افغانستان له حکومت، افغان امنیتي ځواکونو او د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې یې له جرمني ځواکونو څخه د دې ښځې په خلاصون کې د مرستې لپاره مننه وکړه.
د تښول شوې مېرمنې نوم نه دی څرګند شوی خو د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا باور کېږي چې دې ښځې د جرمني په جي ټي زید موسسې کې کار کاوه.
د جي ټي زید ویندوی (Tanja Gönner) بې له دې چې د خوشي شوې ښځې نوم واخلي ډي پې اې خبري اژانس ته وویل چې دوی په دې خورا خوشاله شوي چې هغه خوشي شوې ده.