تاند- یوه فنلنډۍ مرستندویه، چې ۳ میاشتې پخوا په کابل کې تښتول شوې وه، خوشي شوه.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ په هیلسنکي کې وویل چې د دې مرستندویې په اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.
دې فنلنډۍ، چې د مې په میاشت کې نامعلومو وسله والو په کابل کې وتښتوله، له یوې سویډنۍ خیریه موسسې سره کار کاوه.
وسله والو تښتونکو د هغې جرمنی همکار او موټر چلوونکي ووژل.
تر دې وړاندې د ۲۰۱۶ په نوومبر کې د کابل په قلعه فتح الله کې یوه استرالیايي ښځه او تر هغه وړاندې د امریکايی پوهنتون دوه استادان وتښتول شول.