تاند- په کابل ښار کې د شاه دو شمشېره جومات ته څېرمه خلکو پر یوې ښځې په ډله ییز ډول حمله وکړه، په وهلو – وهلو یې ووژله او بیا یې د هغې مړي ته اور ورته کړ.

ویل شوي چې خلکو د دې لپاره دا ښځه، چې نوم یې تراوسه نه دی څرګند شوی، وسوځوله چې هغې قرآنکریم سوځولی و.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې دې ښځې ولي د خلکو په وړاندې قرآنکریم ته اور ورته کړ. خو د جومات امام ویلي، ګومان کوي چې دا به هغه ښځه وي چې روحي ناروغي یې لرله او کله کله جومات ته ورتله.

ښايي دا لومړی ځل وي چې یو څوک په افغانستان کې د خلکو په مخکې قرآن شریف ته اور ورته کوي او خلک په خپل سر جزا ورکوي.

امنیتي چارواکو تراوسه پوري د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي

One thought on “په کابل کې خلکو یوه ښځه له وژلو وروسته وسوځوله”
  1. Is this humanity ? look the people around beating her do not have beards and they are not look like according to Sunnah of Muhammad (s.a.w.w)..They do not have rights to set some on fire like this for burning the Quran.there is law and the law responsible for the punishment of this woman.And further more burning some one even insects and reptiles are strongly prohibited by Muhammad (P.B.U.H)…so who the hell we are to disobey the sayings of Muhammad (s.a.w.w)……may Allah bestow his mercy on us…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *