تازه خبر:
فرانس پریس:
یوه افغان امنیتي چارواکي وویل چې د کابل په دوو انتحاري حملوکې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ژوبل دي.
دغه افغان چارواکي، چې فرانس پریس یې نوم نه دی ذکر کړی، وویل چې د پېښې اکثره قربانیان ملکیان دي. د هغوی په منځ کې د ملي شورا ځیني غړي او مامورین هم شامل دي.
د هند (دي هند) ورځپاڼه:
د افغانستان ملي شورا ته نءدې په انتحاري حملو کې ۲۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
اسوشیتید پریس:
چارواکي وايي، د کابل په چاودنو کې ۵۰ تنه ژوبل شوي دي.
د روغتیا وزارت یوه چارواکي محبوب الله ځیر وویل، له چاودنو وروسته روغتونونو ته ۵۰ ټپیان راوړل شوي دي.
په ولسي جرګه ګې د هرات د خلکو یوه استازي غلام فاروق نظري وویل، د هرات یو وګیله رحیمه جامي په دې بریدونو کې ټپي شوې ده.
د ایران پریس ټي وي:
د کابل په دوو چاودنو کې لږترلږه ۲۳ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي. د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چط دا حملط طالبانو کړي دي.
امریکا ږغ:
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په دوو انتحاري چاودنوکې لږترلږه ۲۲ تنه وژل شوي دي. د پېښې په قربانیانو کې د ملي شورا غړي هم شامل دي.
د استرالیا ۹ نیوز:
د افغانستان د روغتیا وزارت یوه چارواکي سلیم رسولي وايي، د کابل په چاودنو کې ۲۳ تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل دي.
طالبان:
د ملي امنیت د پنځم ریاست د مامورینو د سپرلۍ پر موټر په حملو کې د دغه ریاست ۷۰ تنه مړه او ژوبل شول.
تاند- په کابل کې د ملي شورا ودانۍ ته نژدې پر دارالامان واټ د دوو پر له پسې چاودنو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
شاهدان وايي، لومړۍ چاودنه د یوه انتحاري له لوري وشوه. ورپسې په هماغه سیمه کې موټر بمي برید وشو.
شاهدان وايي، لومړۍ انتحاري حمله په ۳ بجې او ۴۵ دقیقو وشوه، دوهمه موټربمي حمله ۱۰ دقیقې وروسته وشوه.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل چې یو شمېر کسان وژل شوي خو د تلفاتو دقیق شمېر ورته معلوم نه دی.
ځیني شاهدان وايي چې لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي.
صدیقي وايي، داسي ښکاري چې د حملې اصلي هدف دولتي او د ملي شورا د غړیو دفترونه ول.
د کابل ځینو رسنیو ویلي چې حملې په داسي وخت کې وشوې چې دولتي چارواکي له ملي شورا څخه وتل.
د روغتیا وزارت وايي چې روغتونونو ته لږترلږه ۴۰ ټپیان وروړل شوي دي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید طالب ډلې کړی او د حملې هدف د ملي امنیت د ریاست د پنځم ریاست یو مني بس موټر و چې د دغه ریاست مامورین بکې سپاره ول.
مجاهد وايي چې په دې برید کې یې لږترلږه ۷۰ تنه وژلي یا ټپیان کړي دي.
مرګ دې وي د ايران پاکستان،روس او امريکا او دعربانو په غلامانو
د یوه بې ګناه انسان قتلول د ټولې جامعې د قتل سره مساوي دی، نو اې په نوم طالبه! الله پاک ته به څه ځواب ورکوې؟