تاند- په پلازمېنه کابل کې نن سهار په یوه ډله ییزه حمله کې لږترلږه ۱۱ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو د قوماندانۍ ویندوی بصیر مجاهد وویل چې د پلازمېنې په ۱۶ مه امنیتي حوزه کې لومړی په یوه ځای پر ځای شوي بمي چاودنه کې د پولیسو یو موټر په نخښه شو.

د مجاهد په وینا په دې چاودنه کې، چې د سهار په اووه نیمې بجې وشو، یو پولیس شهید شو.

دوهمه چاودنه څو شېبې وروسته داسې مهال وشوه چې د لومړۍ چاودنې په ځای کې امنیتي ځواکونه او عام خلک راټول شول.

مجاهد زیاته کړه، په دوهمه چاودنه کې یو پولیس شهید او د ۶ پولیسو په ګډون ۹ تنه نور ژوبل شول.

تراوسه پورې د دغو چاودنو مسوولیت کومې ترهګرې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په کابل کې دا ډول بریدونه عموماً داعش او طالبان کوي.

ځواب دلته پرېږدئ