تاند- په کابل کې، چې وروستیو خونړیو بمي چاودنو خلک وېرولي دي، نن /شنبه/ دوو کنټرول شویو چاودنو خلک یو وار بیا وبېرول.
د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال سید ګل اغا روحاني رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دا چاودنې د ماین پاکانو له لوري شوي دي.
ده همداراز وویل چې پولیس له ماین پاکانو پوښتنه کوي چې ولي یې دا چاودنې وکړې ځکه چې هغوی مخکې تر مخکې پولیسو ته خبر نه و ورکړی.
خو دغو چاودنو، چې ماسپښین مهال وشوې، د کابل ښاریان وارخطا کړل.
یوه امنیتي چارواکي، د چین سینهوا خبري اژانس ته وویل چې دا چاودنې د هغو چاودېدونکو موادو وې چې پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې کشف کړي وو.
عموماً د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه تر چاودنو مخکې تر مخکې اعلان کوي.