د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :

په کابل کې د اروزګان ولایت د عامه مالي اداري پروګرام د پیاوړتیا طرحې او دیزاین په موخه  دوه ورځنی مشورتي ورکشاپ پیل شو.

په یاد ورکشاپ کې د اروزګان ولایت والي،رئیسانو،د مالي وزارت د بودجې رییس ښاغلي احمد مسعود کمال،داسترالیاهیواد دپراختیايي ادارې یا  AUSAID   استازو مارک بیلي،آغلې کیتي ویتنګ او د افغانستان لپاره د پراختیايي مرستوپروګرام په استازیتوب ښاغلي آصف شاه ګډون کړی وو.

د اروزګان والي امیرمحمدآخندزاده د ورکشاپ  د پرانستنې پرمهال په اروزګان ولایت کې د ا سترالیا هیواد د پراختیايي ادارې له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د استرالیا صدراعظم چې څو ورځې وړاندې اروزګان ولایت ته راغلی وو ډاډ ورکړئ چې دوی به خپلې مرستې له افغان حکومت او په ځانګړې توګه له اروزګان ولایت سره جاري وساتي. اخند زاده که څه هم د داسې ورکشاپو جوړیدل د وړتیا لوړولو په برخه کې ګټور وبلل خو زیاته یې کړه چې اوس د دې وخت رارسیدلی ترڅو د روزنیزو ورکشاپونو ترڅنګ خپل پلانونه په عملي توګه پلي کړو.

د ماليي وزارت د بودجې رییس احمد مسعودکمال په خپلو څرګندونو کې د واليانو په ملي کنفرانس کې د یاد وزارت ژمنو ته اشاره وکړه چې له مخې یې والیانو ته پوره مالي واک ورکول کیږي ترڅوپه اړونده ولایتونو کې یوشمیر پروژې له ځنډ پرته پلې کړي د استرالیا هیواد د پرمختیايي ادارې استازي مارک بیلي هم د خبرو پرمهال له افغان دولت او اروزګان ولایت سره په بیلابیلو برخو کې د مرستو ژمنه تازه کړه.

په دغه ورکشاپ کې به د دافا په نامه پروګرام له لارې د اروزګان ولایت په مالي چارو کې شته ستونزې په ګوته، د حل او پلې کولو لارې چارې به یې ولټول شي، چې له مخې به یې د اروزګان ولایتي اداره وتوانیږي په راتلونکې کې خپلې مالي چارې په منظمه توګه پرمخ  بوزي.

د افغانستان لپاره د پراختیایي مرستو پروګرام یا دافا هغه پروګرام دی چې د عامه مالي مدیریت د پیاوړتیا په برخه کې کارکوي او د استرالیا هیواد پراختیایي اداره یې د تمویل چارې پرغاړه لري.

دیادونې وړ ده چې یاد پروګرام د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال کې پیل اودوه پړاوونه یې بشپړ کړي چې  دریم پړاو یې په ۲۰۱۲ کال کې پيل او تر ۲۰۱۵  کال پورې  به دوام ومومي.

                                                      په درنښت

عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *