وسله والو طالبان په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ته څېرمه یوې ودانۍ ته ننوتي او له هماغه ځایه د انتخاباتو پر دفتر ډزې کوي.

په کابل کې د پولیسو یوه چارواکي ګل اغا وویل چې وسله وال بریدګر د انتخاباتو کمیسیون ته نه دي ننوتي بلکې د کمیسیون له دفتره پنځه سوه متره لېري یوه ۳ منزله کور ته ننوتي او له هماغه ځایه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر ودانۍ ډزې کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې برید له چاودنې وروسته پیل شو.

دانتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړیو تاند ته وویل، سره له دې چې د دوی د دفتر په لور ډزې کېږي خودوی ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.

ویل کېږي چې طالبان د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره تر انتخاباتو مخکې نهايي هلې ځلې کوي ځکه چې باور لري چې د انتخاباتو په ورځ به ښايي سخت امنیتي تدابیر موقع په لاس ور نه کړي چې حملې وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور رویټرز خبري اژانس ته وویل:«زه دلته یم، د کمیسیون د دفتر په شاوخوا کې ډزې روانې دي.»

په همدې حال کې راپورونه وايي چې طالبان په دې برید کې له راکټونو او ماشینګڼو کار اخلي.

سیمې ته د افغانستان د چټک غبرګون ځواکونه رسېدلي دي. او ویل کېږي چې دا شېبه پر هغې ودانۍ سخته جګړه روانه ده چې وسله وال طالبان ورننوتي دي.

د انتخاباتو د کمیسیون ویندوی وايي چې یوه نیمه مرمۍ د کمیسیون پر حویلۍ هم لګېږي خو د کمیسیون ټول غړي خوندي دي.

پرون هم وسله والو طالبانو د کابل په کارته سې کې د بهرنیانو پر یوه مېلمستون برید کړی و چې په نتیجه کې یې یوه ۱۰ کلنه افغان نجلۍ ووژل شوه.

د روټس اف پیس پر کارکوونکو د طالبانو په برید کې ۵ حمله کوونکي طالبان هم ووژل شول.

همداراز ۴ افغان امنیتي ځواکونه ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *