تاند- د افغانستان حکومت ۲۱ ایراني بندیان د دوو هیوادونو ترمنځ یو بل ته د بندیانو د سپارلو د موافقې پر اساس نن /یکشنبه/ ایران ته وسپارل.
په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي وویل، دا ایراني بندیان، چې په افغانستان کې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي ول، نن تهران ته واستول شول.
ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په محبسونو کې له ۲۲ نورو بندي ایرانیانو څخه ۲ تنه ایران ته وسپارل شي.
ویل کېږي چې د دوو هیوادونو ترمنځ مبادله شوي بندیان په عمر قید یا اعدام محکوم شوۍ ول.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا وايي چې دا بندیان به په خپلو هیوادونو کې د خپلو قوانینو پر اساس له سره محاکمه او سزا شي.
دې خبري اژانس نه دي ویلي چې ایران د خپلو بندیانو په وړاندې څومره افغان بندیان افغانستان ته سپارلي دي.
په کابل کې د ایران سفیر وايي، تهران او کابل په ۱۳۸۵ لمریز کال په عدلي – قضايي برخه کې یو بل ته د «محکومانو د سپارلو»، «د مجرمانو د سپارلو» او «قضايي همکاریو» درې موافقې لاسلیک کړي دي.
د ایرنا پر اساس دا د افغانستان او ایران ترمنځ دوهم ځل دی چې محکوم شوي بندیان سره تبادله کوي.
تر دې وړاندې په ۱۳۹۲ لمریز کال ۱۴ ایراني بندیان له افغانستان څخه ایران ته واستول شول او په مقابل کې یې ایران ۲۷ افغانان، چې په ایران کې بندیان ول، افغانستان ته وسپارل.