د افغانستان برښنا شرکت د برښنا رسونې شبکو د پراختیا او خپلو ګرانو هیوادوالو ته د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د لازیاتو خدمتونو د رسولو په لړ کې د کابل د خیرخانې او پل صوفیان په سیمو کې له دوو زرو څخه زیاتو کورنیو ته برښنا ورسوله.
په هغه غونډه کې چې په همدي موخه د افغانستان برښنا شرکت د عمومي رئیس عبدالرازق صمدي، د سوداګریزو چارو رئیس میرویس عالمي، د کابل برښنا رئیس محمدنسیم ګنجې او د افغانستان برښنا شرکت د نورو لوړو پوړو مسوولینو، د ملي شورا د درنو استازو، د میربچه کوټ ولسوالۍ د مسولینو او د سیمې دګڼ شمیر مشرانو په ګډون جوړه شوی وه په کابل کې د ۴۰۰، ۲۵۰ کیلو ولټ امپیر په ظرفیت او دوه د ۶۳۰ کیلوولټ امپیر په ظرفیتونو د برښنا پنځه برجونه پرانیستل.
د یادو برجونو درې یې د خیرخانې په ۳۱۵ پروژې کې، چې د یوه برج ظرفیت ۴۰۰ کیلوولټ امپیره، او دوه نور برجونه چې د هر یوه ظرفیت ۶۳۰ کیلوولټ امپیر دی پرانیستل شول او ۱۶۰۰ کورنۍ د برښنا له نور څخه برخمني شوي.
همدارنګه دوه نور برجونه د ۲۵۰ کیلوولټ امپیر په ظرفیت پرانیستل چې د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ پل صوفیان سیمې د دوو لویو قریو ۴۵۰ کورنۍ به له یادې برښنا څخه ګټه واخلي.
په نوموړو برجونو باندې د ۳۰ میلیونو افغانیو په شاوخوا کې لګښت راغلی چې پیسې یې د افغانستان برښنا شرکت له عوایدو څخه ورکړل شوې،چې په ټوله کې د یادو پنځو برجونو په پرانیستلو سره ۲۱۰۰ کورنیو ته برښنا ورسیده.
د یادولو وړ ده چې د نوموړو برجونو ټولې فنې او تخنیکې چارې د افغانستان برښنا شرکت د فنې، تکړه او پیاوړو انجینرانو له خوا ترسره شوی دي.
د افغانستان برښنا شرکت
د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګه