تاند- یوه انتحاري نن په پلازمېنه کابل کې د بهرنیو پوځیانو پر کاروان موټربمي برید وکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پېښه تایید کړه خو د حملې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه یې معلومات نه لرل.
دا په یوه اوونۍ کې دوهمه انتحاري حمله ده چې په پلازمېنه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان کېږي.
صدیقي رویټرز خبري اژانس ته وویل:«دومره تاییدولی شم چې موټربمي حملې بهرني پوځیان په نښه کړي دي خو موږ نه پوهېږو چې مرګ ژوبلې شوي او که نه دي.»
ده دا هم وویل چې دا حمله د کابل په شاه شهید سیمه کې وشوه.
له بلې خوا د کابل د پولیسو ویندوی عبادالله کریمي وايي چې په دې برید کې ۳ تنه ژوبل شوي دي.
ده وویل چې درې واړه ټپیان بهرنیان دي. خو د هغوی د هویت او ملیت په اړه معلومات نه لري.
تېره اوونۍ طالبانو په کابل کې د ناټو پوځیانو پر کاروان ورته برید وکړ چې په نتیجه کې یې دوه ملکیان ووژل شول او ۱۲ نور ژوبل شول.
د تېرې اوونۍ په حمله کې دوه ايتلافي پوځیان هم ټپیان شول. خو ايتلافي ځواکونه وايي چې پوځیان یې سرسري ژوبل شوي دي.
حاضردمه په افغانستان کې ۹۸۰۰ بهرني پوځیان مېشت دي چې لوی اکثریت یې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي.
(عکس پخوانی دی)