تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن /چهارشنبه/ په داسې حال کې په کابل کې د یوې جنایتکارې ډلې د نیولو خبر ورکړ چې د پلازمېنې اوسېدونکي د جنايي جرمونو له درکه زیات اندېښمن شوي دي.

د ملي امنیت ریاست وايي، د دې خطرناکې جنایتکارې ډلې غړي یې د ښار په لسمه ناحیه کې په یو لړ عملیاتو کې ونیول.

د دې ریاست په وینا، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دا ډله، چې مشري یې عبیدالله مشهور په ريیس عبید کوله او په کابل ښار کې یې غلاوې، قتلونه او وسله والې غلاوې کولې، له ۶ غړیو سره نیولې ده.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې په کابل ښار کې یې ۵۰ موټرونه غلا کړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیبو چارو وزارت خلکو ته خبر ورکړی چې که یې موټر یا نورشیان غلا شوي وي له خپلو اسنادو سره دې وزارت ته مراجعه وکړي.

نن /چهارشنبه/ د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې په یوه راپور کې د کابل ښاریانو له قوله لیکلي چې د هغوی لپاره تر جنګ هم جنايي پېښو زیاتې اندېښنې زېږولي دي.

دوی ویلي، پولیس د وسله والو مخالفانو د مخنیوي هلې ځلې کوي خو په دې منځ کې جنایتکارانو له فرصته په استفادې جنایتونو ته زور ورکوي.

فرانس پریس خبري اژانس هم د کابل ښار د څو تنو اوسېدونکو په قول ویلي چې د جنایتونو شرحه زیاته شوې او جنایتکاران سوداګر یرغمل کوي او له دې کبله ډېرو سوداګرو او شتمنو خپلې کورنۍ بهرنیو هیوادونو ته لېږدولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *