تاند- د افغانستان امنیتي ځواکونو د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې شپږ غړي په دې تور نیولي چې خپلو لیکو ته یې د افغانانو د جذبولو لپاره د فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو سلګونه جعلي اکاونټونه جوړ کړي وو.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن /پنجشنبه/ وویل، دا کسان په پلازمېنه کابل کې نیول شوي او هغوی د فېسبوک ترڅنګ په ټویټر، انسټاګرام او ټیلي ګرام کې هم جعلي اکاونټونه جوړ کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او تراوسه پورې څارنوالۍ ته معرفي شوي نه دي.
دا ریاست وايي چې د دغو شپږ تنو ترڅنګ یې د داعش ۱۰ نور غړي هم نیولي دي.
دا کسان په داسې وخت کې نیول کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ د معلوماتو د جنګ په لړ کې فېسبوک په سلګونه جعلي حسابونه، چې ویل کېږي ډېری یې د پاکستان په پوځ او استخباراتو پورې تړاو لري، بند کړي دي.
داعش ډله له ۲۰۱۵ م کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. د دې ډلې اکثره غړي پخواني افغان طالبان او یا د اورکزۍ ایجسنۍ پاکستاني طالبان دي.