یوه امنیتي سرچینه وايي چې د کابل په چاودنه کې 20 تنه وژل شوي او 50 نور ژوبل دي. امنیتي چارواکي وايي چې دا برید، چې د سترې محکمې په دروازه کې وشوه، انتحاري وه.
د عامې روغتیا وزارت هم تقریباً د ورته شمېر مرګ ژوبله تاییدوي.
ویل شوي چې چاودنه د سترې محکمې په پارکینګ کې داسي مهال وشوه چې مامورین بسونو ته ختل.
تراوسه کومې ډلې د دې برید، چې په ۴ بجې وشو، مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو دا ډول بریدونه عموماً طالبان او داعش کوي.
داسي ښکاري چې د حملې هدف د سترې محکمې مامورین ول ځکه چې حمله داسي وخت وشوه چې د مامورینو د رخصتۍ وخت و.
شاهدان وايي چې د انتحاري برید په ځای کې زیاته وینه لیدل کېږي او ډېر امبولانسونه د پېښې ځای ته ورغلل.
د ملګروملتو د وروستي راپور پر اساس، چې پرون /دوشنبه/ خپور شو، ۲۰۱۶ م کال د ملکي افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال و. د افغان ملکي تلفاتو په اړه د ملګروملتو د مرستندوی دفتر د کالني راپور پر اساس تېر کال په افغانستان کې ۱۱۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي او تر ټولو زیات ملکیان د وسله والو طالبانو په انتحاري او بمي بریدونو کې وژل شوي دي.
لومړنی خبر:
په کابل ښار کې د درنې چاودنې غږ واورېدل شو
تاند- په پلازمېنه کابل کې د سترې محکمې ودانۍ ته نژدې نسبتاً زوروره چاودنه وشوه.
تر دې مهال د چاودنې په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو او د حملې د هدف په اړه معلومات نشته.
شاهدان وايي چې امبولانسونه یې لیدلي چې د پېښې د ځای خوا ته روان ول.
دوی دغه راز د چاودنې شدت ته په کتو فکر کوي چې مرګ ژوبلې به یې اړولي وي.
امنیتي چارواکو چاودنه تایید کړې خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.
په وروستیو څو اوونیو کې په کابل کې کومه تروریستي حمله نه وه شوې.
تر دې مخکې هم د سترې محکمې پر کارکوونکو څو ځلې خونړۍ حملې شوي دي.
(دا خبر شېبه په شېبه تازه کیږي)