د وروستیو راپورونو له مخې د کابل د نن ورځې په دوو بریدونو کې لږترلږه ۲۴ تنه وژل شوي او تر ۹۰ ډېر نور ژوبل دي.

د عامې روغتیا وزارت سرچینې وايي چې د ۲۴ تنو مړي او ۹۱ ټپیان وروړل شوی دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند وايي چې لومړۍ چاودنه وه او دوهمه انتحاري حمله وه او ډېره مرګ ژوبله په دوهمه حمله کې پېښه شوه.

په کابل کې دووو چاودنو لږترلږه ۱۹ تنه وژلي

تاند – په کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت سره نژدې دوه چاودنې شوي دي.

ویل کیږي چې چاودنې د ځانمرګو ترهګرو له خوا هغه وخت وشوې چې د ملي دفاع وزارت منسوبین رخصتېدل.

طالبانو د دغو چاودنو مسؤلیت پرغاړه واخېست. د یادې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې لومړی د دفاع وزارت د دروازې مخې ته چاودنه او وروسته ځانمرګی برید شوی دی.

په پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نه دي ورکړل شوي، خو رسنیو د عامې روغتیا وزارت د سرچینو له قوله ویلي، چې تر اوسه ورته د پېښې له ځایه دوه مړي او دوه ټپیان ور وړل شوي دي.

د وروستي راپور له مخې، د دفاع وزارت ویندوی د ۹ تنو وژل کېدا او د ۳۰ نورو ژوبلېدا تایید کړې ده خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر زیات شي ځکه چې د یو شمېر ټپیانو حال نازک دی.

د دفاع وزارت سرچینې وايي چې په مرګ ژوبلو کې امنیتي ځواکونه او ملکیان شامل دي.

یو شمېر کارپوهان وایي چې، پاکستان چې په افغانستان کې د طالبانو په شمول د ګڼو ترهګرو ډلو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي، هڅه کوي چې افغاني بنسټونه بیا کوشېر اخیستلو ته پرې نه ږدي، چې په دې لړ کې یو شمېر خلک د پاکستاني استخباراتي چارواکو دې ټکو ته هم اشاره کوي چې په افتخار سره یې ویل چې په ۱۹۸۰مو او ۱۹۹۰مو کلونو کې یې د افغانستان د وخت ۱۰۰ کلنه اردو له پښو وغورځوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *