تاند- په پلازمېنه کابل کې د دوو چاودنو ږغونه اورېدل شوي. لومړني راپورونه وايي چې دا چاودنې، چې څرنګوالی یې لا معلوم نه دی، د ښار په نهمه امنیتي حوزه کې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي تایید کړه چې د ماښام په اووه بجې نامعلومو وسله والو د پولیسو نهمې حوزې ته نژدې لاسي بمونه غورځولي دي.

رحیمي ونه ویل چې په دې چاودنو کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه ده.

خو په سیمه کې شاهدان وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۴ تنه امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا خبر تازه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *