تاند- په افغانستان کې د روسیې سفیر وايي، که د افغانستان حکومت ورڅخه وغواړي روسیه چمتو ده چې د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د روسیې سفیر الکساندر مانتیڅکي پرون /سې شنبه/ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته ویلي چې که افغانستان د روسیې مرستې ته اړتیا لرله، هیواد یې مرستې ته تیار دی.

ده په عین وخت کې وویل چې د افغانستان او روسیې ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ او خبرې دوام لري څو دا څرګنده شي چې افغانستان په کومو برخو کې د روسیې مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي مانتیڅکي په افغانستان کې د لوېدیځو هیوادونو د ماموریت نیمګړتیا ته په اشارې وویل:«سره له دې چې لوېدیځو ځواکونو په افغانستان کې ۱۴ کاله تېر کړل، خو لا هم ناامنۍ او تشدد دوام لري او روسیه په دې اندېښمنه ده چې که لوېدیځ ځواکونه له افغانستانه ووتل د دغه هیواد حالات به نور هم خراب شي.»

روسیې په تېرو ۱۴ کلونو کې له افغانستان سره په هیڅ برخه کې د پام وړ مرسته نه ده کړې. که څه هم په کابل کې د روسیې سفیر وايي چې هیواد یې تراوسه د افغانستان حکومت ته ۷۳ هیلي کوپترونه ورکړي خو د دغو څرخکو پیسې امریکا پرې کړي او روسیې له افغانستان سره بې عوضه مرسته نه ده کړې.

په وروستیو کې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم او د ملي شورا د دواړو جرګو یو شمېر غړیو مسکو ته سفر وکړ او له روسیې څخه یې د پوځي مرستو غوښتنه وکړه.

افغانستان د روسیې جنګي څرخکو ته زیاته اړتیا لري.

One thought on “په کابل کې د روسیې سفیر، که افغانستان وغواړي د ترهګرۍ پر ضد ورسره مرسته کوو”
  1. ټول پدی پو هیږو چی د افغانستان ۴۰ کلن جنګ او جګړه همهغه د سره ښامار ((سوشل امپریالیزم )) یعنی دوارسا نظامی کمپ چی په سرکی دشوروی اتحا د پنامه چی عملا همدا روسیه وه نظامی مداخلی ریښه ،ادامه اوتسلسل دی چی ۱۴ کاله مخکی بیادادی یوبل جهاننیونکی تور ښا مار ترهغه بدتر اوظالم ددوست تر نامه لاندی چی همدی ووژنی پخپله هم ژړا درباندی کاندی یعنی ناتو په سرکی امریکا او انګریز راغلی نظامی مداخله او افغانستان یی د (دیموکراسی ، امنیت، سولی ، ،قانونمندی ،عدالت اوپرمختګ صرف هیلو اوخوندورو امیدونودتامین به بهانو ))راغلی ، اوویی نیوی مګرپدی ۱۴ کاله کی هیڅ یو هم ددی ذکر شوبهانو څخه هم تامین ڼه شو ، جګړی ادامه پیدا ، اوږده اوزوره وره شوه . نوداچی اوس بیا روسیه مداخله دکمک تر نامه لاندی غواړی خوښه به وی چی اقتصادی او امنیتی تجهیزاتو په برخه کی کمک وکړی ڼه نظامی مداخله .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *