تاند – افغان ولسمشر حامد کرزی له پاکستاني چارواکو سره ښایي په کابل کې د سولې د یوه نړیوال کنفرانس پر سر خبرې وکړي.

د دغه کنفرانس خبره اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي تر سفر مخکې په کابل کې هغه وخت څرګنده شوه چې د سولې د عالي شورا یوه غړي مولوي شفیع اله وویل، چې په یوه نړیوال کنفرانس کې به د افغانستان د سولې مساله وڅیړل شي.

که څه هم تر اوسه اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر اجنډا نه ده معلومه شوې خو تاند چې کوم معلومات ترلاسه کړې دي په هغو کې همدا خبره شوې ده چې حامد کرزی به د پاکستان له نوي صدراعظم نواز شریف سره پر دې خبرې وکړي چې څرنګه نړیوال کنفرانس په کابل کې جوړ کړي، څو په هغه کې یوازې د افغانستان نه د پاکستان مسایل هم وڅیړل شي.

ولسمشر کرزي تیره میاشت ویلي و چې پاکستان ته به دا ځل په یوه هیله سفر کوي. که چیرته دغه هیله په دغه کنفرانس کې د پاکستان مرسته وي، نو پاکستان مخکې په کابل کې د افغانستان او پاکستان د عالمانو د شورا د ګډې غونډې د جوړیدو ژمنه هم کړې وه چې بیا د پاکستان د عالمانو د شورا مشر وویل، د دې غونډې وخت څه تیرو بیرو شو او داسې نورې پلمې یې وکړې چې دا غونډه ورسره وځنډیده.

حامد کرزي تر اوسه پاکستان ته ۱۹ ځلې سفر کړی دی او د دې سفرونو په ترڅ کې یې یو ځل هم کابل ته د بیرته ستنیدو پر مهال دا نه دې ویلي چې سفر یې بریالی نه و، دا ځل به معلومه شي چې افغان ولسمشر د اګست تر وروستو پاکستان ته د خپل سفر پر مهال څه لاس ته راوړنې له ځان سره افغانستان ته راوړي.

3 thoughts on “په کابل کې د سولې د نړیوال کنفرانس د جوړیدو هڅې کیږي”
  1. تاندوالو ورونو دغه لاندی خبر په بینوا کی نشر شوی وه، سوال درته کووم چه نشر یی کړی ځکه دآرزګان په خلکو لیونی سپی(شجاعی)ظلمونه دحده اوښتی دی.
    داچه ستاسوخپرونه حکومتی چارواکی همیشه ګوری نوپدغه غرض می ستاسی خپرونی ته کاپی کړه، که دا دفعه پتنګ څه ونکړی نو بسم الله خان خوبه څه وکړی.
    والسلام
    م. افغان

    خپرونکئ : 123 – دبېنوا خبریال – کابل

    داروزګان خلک وايي دولت بايد پر دوى دظلمونو مخه ونيسي

    سيد سلام

    د اروزګان خلکو ګواښ کړى چې که افغان حکومت پر دوى دظلمونو مخه ونه نيسي ،او دملکي کسانو قاتلين د قانون منګولو ته ونه سپاري،نو دوى به خپلي سيمي پرېږ دي . د دې ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې نن له زرو زيات کسان راغونډ سوي ول، او پر دوى يې د ظلمونو د درېدو غوښتنه کوله . دغونډې يو ه ګډون کوونکي او قومي مشر وويل ، دحکيم شجاعي کسانو په قحط اوه او کوچک سيمه کې بې ګنا ه کليوال ، وژلي او زخميان کړي دي ، خو حکومتي چارواکي د دوى غږ نه اوري ، دسيمي اوسيدونکي وايي سيمه يزو پوليسو چې مشري يي د حکيم شجاعي په غاړه ده وړمه ورځ ناوخته په خاص اروزګان ولسوالۍ د يوې مېرمنې په ګډون څلور ملکي وګړي وژلي ،او په لسګونو نور يي زخميان کړي دي .بلخو ا بيا حکومتي چارواکو په يادو سيمو کې عمليات تاييد کړل ، خو ملکيانوته اوښتې مرګ ژوبله نه مني ، دخاص اروزګان ولسوال وايې چې په علمياتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې . داروزګان د والي وياند عبدالله (همت) بيا وايي چې دحکومتي ځواکونو او وسلوالو مخاليفينو تر منځ تر نښتې وروسته ، پوليسو غوښتل ياد کلي تلاشي کړي چې ډزې ورباندې وسوې او تاوتريخوالى رامنځ ته سو . خو هغه هم په عملياتوکې ملکيانو ته مرګ ژوبله ونه منله . د يادولو ده چې په اروزګان کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان حکيم شجاعي چې تر يوسل او دېرشو د ډېرو ملکي وګړو پر وژنه تورن دى څو ځله يې د نيولو امر سوى، خو لاهم خپلې دندې ته دوام ورکوي .

    © http://benawa.com/details.php?id=56574#ixzz2c9eGEedt

  2. Hiss faida ya nashta.Da aman rawasto eke yawaze yawa tareeqa da che Ya taliban pa zor crush krra ya warsara rogha jorra wakrra.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *