تاند – په ارګ کې د افغانستان، پاکستان، چین اود امریکا د متحد ایالتونو د استازیو له لورې د سولې د څرنګوالې غونډه پیل شوه. دا غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پرانیسته او په پرانیستونکې وینا کې یې هیله ښکاره کړه چې دا خبرې نتیجه ورکړي.
د دې غونډې لپاره په کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي د لویو لارو پر سر هرځای پولیس ولاړ دي.
تر ننۍ غونډې مخکې تیره دوشنبې ورته غونډه د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې وشوه. افغان لوری هیله لري چې تر دې غونډې وروسته به دې ته لاره هواره شي چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې افغانستان د غونډې برخه وال د پاکستان په ګډون دې ته قانع کړي دي چې له هغو کسانو سره باید وسله واله مبارزه وشي چې د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.