تاند- د افغان چارواکو په وینا په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د دوو وسله والو په حمله کې لږترلږه دوه لمونځغاړي وژل شوي دي.
په دې برید کې، چې نن سهار د دشت برچي په امام حسن مجتبي جومات کې وشوه، له کلاشینکوف، چاړو او چاودېدونکو موادو کار واخیستل شو.
پولیس وايي، حمله کوونکي پاکستاني اتباع دي خو د افغانستان د ملي پولیسو یونیفورم یې اغوستی و.
دواړه حمله کوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې دوو لمونځ کوونکو هم له حمله کوونکو سره په جګړه کې برخه اخیستې ده.
د ملي امنیت چارواکي وايي، د حملې په مهال امنیتي ځواکونه تصادفاً د امام حسن مجتبي جومات ترڅنګ په ګزمه تېرېدل.
په دې برید کې درې نور لمونځ کوونکي ژوبل شوي دي.تراوسه پوري
د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
دا د پاکستان له سفارت سره د محقق صاحب د تګ راتګ او خېښۍ نتیجه ده 🙂