ارشیف

تاند- د کابل ښار د نن /چهارشنبې/ د دوو هممهالو او همږغو حملو مسوولیت داعش او طالبانو په غاړه واخیست.

دا بریدونه، چې تر غرمې مخکې پیل شوي وو، تر مازدیګر ناوخته یې دوام وکړ.

تراوسه پورې د حملو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو دقیق شمېر څرګند نه دی خو امنیتي چارواکي وايي چې په دواړو کې ۸ ترهګرو برخه لرله.

دواړه حملې د پولیسو پر ماموریتونو او د انتحاري بریدونو په وسیله شوي دي.

د دشت برچي د پولیسو د ماموریت په برید کې، چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست، لومړی دوې انتحاري حملې وشوې او بیا دوو نورو ترهګرو له پولیسو سره د ډزو تبادله پیل کړه.

د کابل د نوي ښار د پولیسو د ماموریت په حمله کې، چې طالبانو یې مسوولیت په غاړه واخیست، له ورته تاکتیک څخه کار واخیستل شو.

خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې دواړه حملې د حقاني شبکې کړي.

د ملي امنیت ریاست وايي چې حقاني شبکې دا بریدونه د لشکرطیبه په مرسته کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې حملو کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي دي.

د ښاغلي برمک په وینا د دشت برچي د پولیسو پر ماموریت په برید کې دوه پولیس شهیدان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د دشت برچي د پېښې له ځایه روغتونونو ته د ۴ تنو مړي او ۹ ټپیان وروړل شوي دي.

د نوي ښار له سیمې د یوه تن مړی او ۸ ټپیان وروړل شوي دي.

څرګنده نه ده چې دا بریدونه طالبانو او داعش یا د هغوی ملاتړ کوونکو همږغې کړې وې او که د تصادف له مخې له یو ډول تاکتیک او هدفونو څخه پکې کار واخیستل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *